د تکواندو ملي لوبډله نن هیواد ته راستنه شوه

لوبې
Typography

Teakowando

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د پولند په آزادو سیالیو کې د برونزو د دوو مډالونه له ترلاسه کولو وروسته نه هیواد ته راستنه شوه.

 

احمد نوید ظاهر هسپانوي، پولندي، هنګري او دنمارکي لوبغاړو ته ماتې ورکړه، خو د استرالیایي لوبِغاړې په وړاندې یې ماتې ورخوړه او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.
بل افغان لوبغاړي فریدون امیري هم د زیړو مډال ترلاسه کړ. نوموړي درې لوبې وګټلې خو څلورمه یې بایلوده. د تکواندو دغه آزادې سیالۍ د ۳۴ هیوادونو په ګډون پولند کې په لاره اچول شوې دي.
له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې پنځو لوبغاړو او یوه روزونکي ګډون کړی دی.
د یادونې ده، چې د تکواندو ملي لوبډلې د ویزې په اخیستلو کې د ځینو ستونزو له امله ونشو کولی چې په ۲۰۱۳ کال کې د مکسیکو په سیالیو کې ګډون وکړي.