Top Stories

په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بیا په فعالیت پیل وکړ. د دغه روغتون مسوولین وایي، چې په اونۍ کې به ۵ ورځې فعالیت کوي، خو د شپې لخوا د ناروغانو لپاره بستر نه لري، له همدې امله ناروغان به ترې سیمه ییز روغتون ته لېږدوي.

MSF Hospital Reopened

ايډز يوه ډیره خطرناکه او وژونکې ناروغي ده. د دې ترڅنګ سپين زيړی او تور زيړی هم هغه ناروغۍ دي، چې ډیری خلک پرې اخته دي. ډیری وختونه دغه ناروغۍ په کليو او بانډو کې د ډيرو خلکو د مړينې لامل کېږي. 

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د مدیترانې د ختیځې حوزې د ۲۴ هیوادونو په منځ کې د ۲۰۱۷ میلادي کال لپاره د تنباکو نه کارولو د نړیوالې ورځې د جایزې ګټونکی اعلان شو. 

Tobacco

په کندوز ولايت کې روغتيايي خدمتونه او د خلکو د عامه پوهاوي زياتوالي په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه تر ډېره بريده ښکته کړې ده.

مادران افغان به ملت شان زندگى جديد را ميبخشند و در حال حاضر به خدمات صحى بهتر دسترسى دارند، با سپاس از سرمايه گذارى نيروهاى ائتلاف در شفاخانه زنان در کابل. 

په خوست ولايت کې د نرسنګ او قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو څخه اته څلويښت نجونې فارغې او ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شوې. دغه شمير نجونې به دخوست د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولسواليو کې پر دندو وګمارل شي ، چې دمعياري خدماتو په وړاندې کولو سره په لرې پرتو سيمو کې د مور او ماشوم مړينه په بې ساري ډول راټيټه شي.
د خوست د عامې روغتيا ريس ډاکتر ګل محمد الدين منګل هغه مراسمو ته ، چې د همدې نجونو دفراغت په تړاو رابلل شوي وه وويل، چې په ياد دوه کلن پروګرام کې روزل شوې نجونې د مرکز په شمول د لرې پرتو ولسواليو وي ،چې په دې سره به په لرې پرتو سيمو کې هم د مور او ماشوم د مړيني کچه راټيټه شي.

په سوېل کندهار ولایت کې ځایي حکومتي چاواکي وایي، د «مرسي کور» غیر دولتي موسسې په مرسته په کندهار، ارزګان، او هلمند ولایتونو کې به د پستې ۴۵۰ باغونه جوړې شي.

د پکتیا ولایت بزګران وايي، چې په دغه ولايت کې د "شنو خونو" کښت د پراختيا په حال کې دى او له دې لارې دوی ښه حاصلات ترلاسته کړي دي. شنې خونې د لرګیو او المونيمو ستنې لري، چې پر پلاستيک پوښل شوي او هوا کشونه هم لري.

د هلمند ولايت ښه هوا د بېلابېلو کرنيزو محصولاتو د کښت لپاره مناسبه ده، له همدې امله کروندګر د کال په اوږدو کې د خپلو کرنيزو محصولاتو په راټولولو بوخت وي. اوسمهال په هلمند کې د کال د دويم فصل د کرنيزو محصولاتو د ټولولو وخت دى، چې ډيرى يې جوار، مى، مومپلي، لوبيا او نور محصولات جوړوي، چې کروندګر يې د کال د دويم فصل په نيمايي کې ترلاسه کوي.

له کلونو راهيسې کرنه د خوراکي توکو، کورنۍ اړتياوو د پوره کولو او د بوختيا يوه ښه سرچينه بلل کېږي او د افغانستان ډيرى وګړي کروندګري کوي. د افغانستان اسلامي دولت په هڅو سره اوس د کرنې سکتور په بې سارې توګه پرمختګ کړى دى.

Nangarhar Agriculture Developement

په هرات کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د دغه ولايت د کرنې له ادارې سره د څو موټر سايکلونو او يو شمير نورو اداري توکو مرسته وکړه. د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالصبور رحماني وايي، چې ١٠ موټرسايکلونه، ١٥ څوکۍ، ١٥ ميزونه، ٢٥ المارۍ او ٣ پرنټرونه په دغو مرستو کې شامل دي.

RS aid with Herat Agriculture

سیمه ییز چارواکي وايي، چې په کندوز ولایت کې یې د هغه بڼوالو لپاره د اوبو لګولو لمریز سیستمونه جوړ کړي، چی پخوا د اوبو د نشتوالي له امله له ګڼو ننګونو سره مخامخ وو. د اوبو لګولو لمریزو سیستمونو بڼوالو او کروندګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي او ترڅنګ یې د ځمکو حاصلات ۲ برابره شوي دي.

Solar Systems for Kunduz Traders

د هلمند سلګونه اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې سوله وکړي.

د هرات ښار د ۱۵ ناحیو د ګذر وکیلانو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د افغان دولت د سولې او اوربند د پروسې ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې له اوسنیو حالاتو په ګټې اخیستو سره دې جګړه بس کړي.

په خوست ولایت کې ګڼ شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو فعالینو د وسله والو طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د قراردادي بستونو لپاره د رقابتي ازموینې لوموړی پړاو په کابل کې ترسره شو. دغه ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسیون په مرسته د سې شنبې او چهار شنبې په ورځ د کابل په پولې تخنیک پوهنتون کې واخيستل شوه.

د مطالعې فرهنګ دودول د هر افغان دنده ده ترڅو خلک د کتاب لوستلو ته وهڅول شي. د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس فريد احمد فرهنګ وايي، پر داسې پلان کار کوي، چې له مخې به يې ځوانان د کتابونو د وېشلو له لارې مطالعې ته راوبلل شي.

د هلمند ولايت د اداري اصلاحاتو امر اختر محمد عزيزي وايي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو په ځپل کېدو او د ټيکاو په راتلو سره دولتي ادارو کې کار کولو سره د هلمندي ځوانانو ليوالتيا زياته شوې ده.

په افغانستان کې د اصلاحاتو د پلي کولو او د پرمختیایی پالیسیو "د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ او د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو" د عملي کولو، د اقتصادي ثبات تامین، د کورني عوایدو انسجام، د عامه مالي مدیریت ښه والي او په بودیجه کې د روڼتیا راوستولو څخه د ملاتړ په موخه نن د زمري میاشتې په ۳ مه نېټه اروپايي ټولنې د افغانستان دولت ته د ۹۸ میلیونه یورو نوې مرسته وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون اونیزه غونډه پرون ماسپښین د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له ګازو څخه د برېښنا د تولید پروژې قرارداد پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې لاسلیک شو.

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک په نامه د پراختيا او مشارکت (سي، اى، پي، ډي) ګډې کمېټې لومړنۍ ناستې نن د سلواغې د مياشتې په ١٩ مه نېټه په بروکسل کې جوړې شوې.

د کورنيو چرګانو روزنه د کور اړتياوو د پوره کولو لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه ده. د کليو اوسېدونکي ددې لارې د لږو عوايدو په لاسته راوړلو سره خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي. څه موده وړاندې په کندوز ولايت کې له لسګونو کورنيو سره د چرګانو مرسته وشوه، چې ٤٨ کلنه نوريه هم په دغه ډله کې شامله وه.

د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي، نن د لېندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې د اقتصادي عالي شورا د پریکړو د انعکاس او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د افغان حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د بریالۍ ارزونې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

روانه اونۍ تر ۲۰ ډېر افغان پیلوټان په چک جمهوریت کې خپلې زده کړې بشپړې او د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

د کندهار ولايت ښځينه زده کوونکې وايي، چې په دغه ولایت کې اوس د نجونو لپاره د زده کړې ښې اسانتياوې برابرې شوې دي. د ساينسي نندارتون دغه ګډونوالې زده کوونکې وايي، چې ښځينه زده کوونکې اوس د ساینسي تجربو او نورو ښوونيزو اسانتیاوو ته زیات لاسرسۍ لري، چې دوی به ورڅخه مثبته ګټه واخلي.

د افغانستان د ملي اردو د ښځینه منسوبینو لپاره د کمپیوټر د زده کړې پروګرام د ۲۰۹ شاهین قول اردو په قومندانۍ کې پیل شو.

د ګرمسير ولسوال ايوب عمر وايي، چې د نجونو ښوونځيو په ګډون د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي د قومي مشرانو د مرستې پرمټ د زده کوونکو پرمخ پرانېستي دي. نوموړي زياته کړه، په دغه ولسوالۍ کې يو دارالمعلمين، يوه ديني مدرسه او ٣٩ ښوونځي فعال دي، چې ٢٨ يې ښې ودانۍ لري. 

د کندهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ١٠ ښوونځيو کې شاوخوا ۱۸۰ نابینایان او کاڼه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د دغه ولايت د پوهنې د ریاست چارواکي وايي، د هغو کسانو لپاره يې، چې په طبيعي توګه د لېدلو، خبرو کولو او اورېدلو توان نه لري، ځانګړي ښوونځي په پام کې نيولي دي.

Kandahar Blinds

په کندهار ولايت کې د ډي سي اې موسسې د وترنرۍ د زده کړې له ٦ مياشتني پروګرام څخه ٢٤ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.  د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس حفیظ الله سیدي وايي، چې فارغ شوي کسان به په ولسوالیو کې د وترنرۍ به برخه کې دندې ترسره کړي.

Kandahar Veteriners

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست او د هغه له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت او د امریکا متحده ایالاتونو د موسیقۍ ډلې د چهارشنبې په ورځ په ګډه د ۲۰۱۸ کال لپاره د پولار موسیقۍ نړیواله جایزه وګټله.

په وروستيو کې د کندز ولايت نفوس د تيرو لسو کلونو په پرتله له ٥٠ زره څخه ٣٠٠ زره کسانو ته لوړ شوى دى. ډيرى خلک له ناامنو سيمو څخه دغه ولايت ته راکډه شوي، چې له امله يې په کندز کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او ښاري خدمتونه ستونزمن شوي دي. خو د الله جل جلاله په فضل او کرم سره سيمه ييزه اداره توانېدلې د نړيوالې ټولنې په مرسته ټولې چارې په ښه توګه سمبال کړي. 

د پکتيا ولايت پر امنيه قومندانۍ د وروستي ترهګريز بريد د قربانيانو له کورنيو سره د يوه شتمن هيوادوال، اجمل ګلاب له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.

Ajmal Gulab Aid

 

افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، چې له زرګونه کلونو راهیسې په یوالي او اتحاد کې ژوند کوي. د هیواد د ټولو ولایتونو وګړو تل د بېلابېلو ملي مسایلو په اړوند په یووالي او اتفاق سره پرېکړې کړي دي.

 

HMD Photo Borders and tribes affairs Director Ahmad Naveed Nazari 2

 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې د کلتوري کنفرانسونو او نندارتونونو له لارې د سولې، ټیکاو او یووالي لپاره اغیزمن ګامونه اخېستي دي.

Herat Exhibitions

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې پولیسو له چاودېدونکو توکو بار موټر ددې ولایت په مرکز ګردیز ښار کې نیولی دی.

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د غزني ښار امنیتي حالت اوس عادي حالت ته ګرځیدلی او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات اوس هم دوام لري.

په کندهار کې د پولیسو د ښو کړنو څخه خلک خوښ دي او په دغه ولایت کې د جنایي او ترهګریزو پيښو د مخنیوي په پایله کې د خلکو اقتصادي فعالیتونه زیات شوي دي.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ځانګړو ځواکونو د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر زندان عملیات کړي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور، خسراباد او سرخدوز سیمو کې به نوې امنیتي پوستې جوړې کړي، چې له امله به یې د سیمې امنیت ښه شي.

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د کابل امنیتي ناسته تیره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې سره وکتل.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په دوشنبې ښار کې د اوبو د ناستې په څنډه کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره وکتل.

د کندهار ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس محمد هاشم دراني وايي، چې تردې دمه په کندهار ښار کې دوه لکه پنځه اویا زره کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې، چې ۴۳۰۰۰ زره یې ښځې دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبتولو عمومي ادارې او ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د لوړپوړو چارواکو د برېښنایي تذکرو د بایومتریک چارې پیل شوي دي.

 

د هرات سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکي په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو ناستې د جوړېدو هرکلی کوي او هیله مندي ښيي، چې دغه ناسته به د افغانستان لپاره مثبتې امنیتي پایلې ولري.

Herat governor spokesman

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د رادار نوی سیستم نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانېستل شو، ددغه نوي سیستم په پرانېستل کېدو سره تر شاوخوا ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان هوایي حریم د هوایي چلند د خپلواکې ادارې تر کنترول لاندې راغی.

د کندهار د دهلې بند د رغولو او یو شمېر نورو پروژو لپاره ۴۵۰ ميليونه ډالر لګول کیږي.

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان یا د اماراتو ښارګوټی نن د جګپوړو افغان او د متحده عربي اماراتو هیواد د چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

ددغې پروژې کار نن د کندهار د فوټبال فدراسيون د مسوولینو له خوا په رسمي توګه پیل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار خوست ولایت ته ولاړ او هلته یې ددغه ولایت د هوایي ډګر ځغاستلیکه او یو شمېر نورې پروژې پرانیستلې.

د افغانستان د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د څېړنې او ښاري ظرفیت لوړونې مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

FaLang translation system by Faboba