جاپان د يونیسف ادارې سره د پوليو دلمنځه وړلو او د واکسين دسيستم د پياوړتيا په برخو کې د همکاريو سند لاسلیک کړ

روغتیا
Typography

POLIO

دجاپان هيواد چې د افغانستان د پراختيا لپاره یو له لویو نړیوالو مرسته کوونکو څخه دی، د پولیو د لمنځه وړلو او د واکسین سره د وقایې وړ نورو ناروغيو د مخنيوي په خاطر د ۱۲ ميلیونه امريکايي ډالرو ژمنه  وکړه.

ددغې مرستې سند نن د جاپان د هيواد سفیر ښاغلی "هیروشی تاکاهاشی" او د يونیسف ادارې استارې ښاغلي"آخیل لیر"   ترمنځ، دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دلیل په شتون کې، دعامې روغتيا وزارت په انګړ کې لاسلیک شو.
دغه مالي مرسته د يونیسف ادارې له لارې، د جاپان د نړيوالې همکاريو ادارې (جایکا) په همغږۍ سره، د يوه کال په موده کې، په افغانستان کې د پوليو د لمنځه وړلو او د واکسین سره د وقایې وړ نورو ناروغيو د مخنيوي په خاطر په مصرف سیږي. 
عامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثریا دلیل، دجاپان هيواد له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل چې د جاپان دولت او خلکو،  د افغانستان د پراختيا او پرمختک لپاره د پام وړ مرستې کړي دي او د روغتيا په ډګر کې، د ښاري روغتيا، میندو روغتيا، تغذی او واکسیناسينو پروګرامونو په برخو کې لازمې مرستې کړي دي چې، څو اونې وړاندې مونږ په کابل کې د ساري ناروغيو د روغتون پرانیستې شاهد وو چې دجاپان په مالي مرسته رغول شوی وه.
عامې روغتيا وزيرې، دجاپان دغه مالي مرسته يې د واکسیناسیون د پروګرامونو په پلي کولو کې کټور یاد کړ، او ويې ويل چې واکسینونه د ماشومانو د مړينې د کچې په کمولو کې او د ناروغيو په مخنيوي کې خورا زيات اهميت لري.
ډاکټرې دلیل وويل: «په افغانستان کې د پوليو پيښې تر ډیره بريده راکمې شوي، په افغانستان کې تیر زیږديزکال د پوليو ۱۴پیښې، په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ پيښې او په ۲۰۱۱ کال کې ۸۰ پیښې ثبت شوې وې  چې د تيرکال پوليو پيښې له هغه    د مخه کلنو په پرتله، ډیر کمښت ښيي».
په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلی تاکاهاشی د افغانستان د روغتيا په دګر کې د ترسره شويو پرمختګونو په باب خوښي وښوده، ويې ویل چې د جاپان هيواد په افغانستان کې د انتاني ناروغيو د خپريدو د مخنيوي او د پولو د لمنځه وړلو په خاطر، خپلې مرستې جاری ساتي، ترڅو ټول افغانان د يوه روغمنه او سوکاله ژوندانه څخه برخه من شی.
د جاپان سفیر وويل: مونږ له هرې تيرې مودې څخه نن زيات په افغانستان او نړي کې د بشپړه پوليو د لمنځه وړلو ته نږدې شوي يو او له هرې مودې څخه نن زيات باید په ګډه سره زیار وباسو او پوليو تر وروستی سرحده پورې تعقیب کړو او لمنځه يې یوسو.
همداشان د افغانستان لپاره د يونیسف ادارې استازي ښاغلي آخیر لیر، د پوليو د لمنځه وړلو او منظم واکسیناسیون پروګرامونو پر پلي کولو ټینګار وکړ او ويې ويل چې له افغانستان څخه د پوليو لمنځه وړلو په موخه، د پوليو پروړاندې د واکسیناسیون منظم کمپاينونه  ترسره کيږي چې دې کار ته  د ګډو همکاريو اړتيا، اړين بريښې.

سرچینه: دعامې روغتیا وزارت