د وينې لوړ فشار- پټ وژونکى

روغتیا
Typography

Measuring blood pressure

د افغانستان د دولتي روغتونونو او کلينيکونو د رپوټونو پر بنسټ،افغان روغتيايي چارواکي ګواښ کوي چې په هيواد کې د وينې په فشار د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.


فشار څه ته وايي؟
د وينې فشار په رګونو کې د ګرځيدو لپاره فشار لري څو وينه ټول بدن ته ورسوي. دا فشار  په تيره بيا د جسمي فعاليتونو پر مهال لوړ شوى او د استراحت پر مهال راکښته کېږي.  البته بايد وويل شي چې ځينې وختونه د راز راز روغتيايي لاملونو له کبله، د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړ شوى چې دې  حالت ته په طبي اصطلاح کې د وينې لوړ فشار “ هايپرتنشن”  وايي. دا حالت ددې لامل کېږي چې زړه له خپل عادي حالته په ګړنديتوب فعاليت وکړي چې په پايله  کې زړه او شريانونه په ګډه د جدي ګواښ سره مخ کېږي. د وينې لوړ فشار د زړه د حملې د خطر، مغزي سکتې ، د پښتورګو د له منځه تللو، سترګو ته د زيان رسېدو او د شريانونو د تنګېدو لامل کېږي. که د وينې د لوړ فشار درملنه  ونه شي  د زړه د درېدو او د فعاليته د غورځېدو لامل کېږي

.
د وينې د لوړ فشار نښې نښانې
که څه هم د وينې لوړ فشار د سر د خوږو ، ګنګسېدا او په ليد کې د ستونزو د  راپور ته کېدو لامل کېږي، خو  ډېرى کسان له دا شان  نښو نښانو څخه رنځ نه وړي. له همدې امله دا کسان خپل فشار هم  نه ګوري چې دا کار د دې لامل کېږي څو د وينې په لوړ  فشار د اخته کسانو درملنه ونه شي.
د وينې د لوړ فشارد رامنځته کېدو لاملونه
تر ٩٠ سلنه زياتو پيښو کې، د  وينې د لوړ فشار لاملونه څرګند نه وي، خو پاتې لس سلنه د  پېژندنې وړ دي، لکه د پښتورګو د فعاليت غير عادي کېدل، په ادرنال  غده کې د تومور رامنځته کېدل او يا د زيږېدو د وخت څخه د شريان بندوالى چې په دا شان حالاتو کې کله چې د وينې د فشار د لوړېدو د اصلي لامل جړله له منځه يوړل شي، د وينې لوړ فشار بېرته خپل عادي حالت ته راکښته کېږي.


د وينې د لوړ فشار معلومول
د وينې په لوړ فشار د اخته کيدو د پېژند نې يوازينۍ لار  دا ده چې بايد لږ تر لږه  په هرو دوو کلونو کې يو ځل په تېره بيا تر څلوېښت کلني عمر وروسته، خپل د وينې فشار وګورئ. 
د وينې د لوړ فشار درملنه
د وزن زياتوالى، د سګرټو څکول، په وينه کې  د کلسترولو لوړېدل او د شکرې ناروغۍ د وينې د فشار د لوړېدو سبب شوى او د زړه د دورې خطر څو برابره زياتوي.  د وينې لوړ فشار درملنه نلري ، پرته له دې چې د ژوندانه  سالمه لار غوره کړئ څو وکړاى شو د وينې فشار پخپل عادي حالت کې  وساتو.