د ملاریا پيښې په افغانستان کې د تيرو لسو کلنو په پرتله ۹۸ سلنه کې شوي دي

روغتیا
Typography

malaria-net د عامې ورغتیا وزارت  د روغتيا نړيواله ورځ د " د حشراتو او نورو ليږدونکو په واسطه د ناروغيو لیږد " تر شعار لاندې د چهار شنبې په ورځ په عامې روغتيا وزارت کې ونماځله او خبر یی ورکړ چې د فالسیپارم ملاریا پيښې په افغانستان کې د تيرو لسو کلنو په پرتله ۹۸ سلنه او د وايوکس پيښې ۷۲ سلنه کمې شوې دي. 

د افغانستان  دعامې روغتيا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل وويل: «ملاریا او لشمانیا د هغو ناروغيو له جملې څخه دي چې په افغانستان کې ډیری د حشراتو له لارې لیږدول کيږي او د افغان وګړو د سلامتیا او روغتيا لپاره لویه روغتيايي ستونزه بلل کيږي».
 
د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې په ۲۰۱۲ کال کې په ټول هيواد کې د ملاريا ۳۹۰ زره پيښې ثبت شوې وې چې ۸۰ سلنه یې د ننګرهار، کنر، لغمان، او زابل ولايتونو څخه رپورټ شوې دې.
 
دعامې روغتيا وزيرې څرګنده کړه چې په هيواد کې د ملاريا سره د مبارزې په برخه د ترسره شوي فعالیتو په پایله کې، فالسپارم ملاريا پيښې ۹۸ سلنه او د وايوکس پيښې ۷۲ سلنه د تیرو لسو کلنو په پرتله کمښت موندلی دی.
 
ډاکټرې دلیل زیاته کړه چې عامې روغتیا وزارت په وروستيو کلنو کې د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي، کنټرول او درملنې لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي چې له هغې جملې څخه ۵،۴ ميليونه پشخانې په ۱۹۰ هغو ولسواليو کې په وړيا توګه ويشلي دي کوم چې د دې ناروغۍ تر زیات کواښ لاندې وې.
 
د پشخانو وړيا ویش، روزنيزو پروګرامونو په لاره اچول، د درملو ویش، د درملنې د لارښودونو چاپ او ويش، په وار وار سره د راديوي او تلویزيوني پيغامونو خپرول او ورته نورې کړنې د عامې روغتيا وزارت هغه پروګرامونه او اقدمات بلل کيږي چې د ملاريا او لشمانيا د ناروغيو د مخنيوي، کنټرول او درملنې په موخه ترسره کيږي. 
 
د هيواد په لويديځ، شمال او شمال ختيځ حوزو کې د ملاريا د پيښو کچه  ټيټه شوی او دغه ناروغی په هیواد کی د  لمنځه وړلو په حال کی ده. 
 
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د فالسپارم ملاريا چې د دغې ناروغۍ وژونکي بڼه ده د هيواد په لويديځ، شمال او شمال ختيځ ولايتونو کې د لمنځه وړلو تر حده کمه شوې او په ورته وخت کې د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرامونه په بدخشان، تخار او کندز ولايتونو کې دعامې روغتيا وزارت لخوا په ګړندی سره دوام لري. 
 
په افغانستان کی د روغتيا نړیوال سازمان استازی داکتر ریچارد پیپر کارن وویل چی، دا مهال څه د پاسه د نړۍ نيمايي وکړي د نارغيو د ناقلينو تر کواښ لاندې دي چې بې وزله ټولنې او کم ودي هیوادونه له دغې ناروغۍ څخه زیاتره رنځ وړي. د هغه په وینا ، د ناروغيو ليږدونکي به بدو شرایطو کې ژوند کوي، د غیر معیاري کورونو جوړول، ناپاکه اوبه او ناوړه چاپيریال د ناروغيو د لیږدونکو د ودې لامل کيږي.
 
ياده دې وي چې اوم  د اپريل د روغتيا نړيوال سازمان لخوا په ۱۹۴۸ کال کې د روغتيا نړيوالې ورځې په نوم ونومول شو چې وروسته له هغې دغه ورځ هر کال په ډیری هيوادونو کې نمانځل کیږي.

 

سرچینه:پژواک