دګوزڼ د ناروغي په وړاندی د واکسیناسیون دوهم پړاو پیل شو

روغتیا
Typography

polio vaccination

دعامې روغتیا وزارت یو تن چارواګي د یکشنبې په ورځ وویل چې په پام کې ده چې د ګوزڼ د ناروغي په وړاندی دواکسیناسیون کمپاین  د دوهم پړاو په ترځ کې  کابو ۸،۹ میلیونه له پنځه کلونو څخه ټیټ عمرلرونکي ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین د یو ماشوم په خوله کې د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د واکسین د څو ځاځکو په اچولو سره پیل شوه.
دعامې روغتیا وزارت یو تن چارواګي آغا ګل دوست پژواک خبري آژانس ته ووییل چې دغه دری ورځیني کمپاین به د ۵۶۰۰۰ تنو رضاکارانو لخوا کور په کور په لاره واچول شي.
نوموړي وړاندی ووییل چې دهمدي بهیر په ترځ کې  به یاد شمیر ماشومانو ته چې له شپږو میاشتو څخه نیولې بیا تر ۵ کلونو پورې عمر لري دویټامین ای ټابلیټونه هم ورکړل شي.
سږ کال په کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې  د ګوزڼ د ناروغي دری  مثبتې پيښې ثبت شویدي چې په تیر کال کې ننګرهار ، کنړ او هلمند ولایتونو کې ۱۷ مثبتې پيښې ثبت شوي و.
دجمهوري ریاست لخوا په خپره شوي خبر پاڼې کې راغلي چې دعامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل او یو شمیر نور چارواګي هم په هغه مراسمو کې چې په همدی ویاړ دجمهوري ریاست په ماڼې کې جوړه شوې وه ګډون درلودل.
ثریا دلیل له خلکو ، د جوماتونو له ملا امامانو او میندو وغوښتل ترڅو په دی بهیر کې د عامې روغتیا کار کوونکو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

.

سرچینه:پژواک