د ملاريا مخنيوی

روغتیا
Typography

mosquitoe

په دې وروستيوکې د افغانستان د عامې روغتيا  وزارت د ملاريا  په  پېښو  کې د ليدو وړ کموالي خبر ورکړی  او د دې لامل يې په هيواد کې د نوموړي وزارت له لورې د ملاريا د کنترول د ملي پروګرامونو  په بريالي توګه پلي کول بللی  دی.


د عامې روغتيا وزيرې ډاکتر ثريا دليل د کارپوهانو  د يوې ډلې سره په خبرو کې وويل: “ له 2001 کال څخه تر 2012 کال پورې د فالسپارم ډوله ملاريا په پېښو کې په سلو  کې 98 او  د وي واکس ډوله ملاريا  په پېښو  په سلو کې  72  کموالی راغلی دی”.
د نړيوال روغتيايي سازمان د رېپوټ له مخې، د افغانستان  27  سلنه وګړي په هغو سيمو کې ژوند کوي چې د ملاريا د پېښو  د   لوړ ګواښ سره مخ دي، په دې مانا چې په هرو  زرو کسانو کې د ملاريا يوه پېښه ليدل کېږي . همداشان 49  سلنه وګړي په هغو سيمو کې مېشته دي چې د ملاريا د لږ ګواښ او  پاتې 24سلنه خلک په هغو سيمو کې ژوند چې د ملاريا د شتون څخه پاکې دي.
د هيواد دعامې روغتيا وزيرې وويل، چې د ملاريا د کنترول د ملي پروګرام له امله د ملاريا په پېښو کې کمښت راغلی دی.
ډاکټرې ثريا دليل وويل: “ موږ  4،5 ميليونه مچرۍ (پشه خانې) په هغو 190 ولسواليو  کې د ملاريا  د ستر ګواښ سره مخ وې په وړيا ډول  وويشلې.”
نوموړې د دې مطلب په څرګندولو سره وويل چې  10500 روغتيايي کارکونکي د ملاريا د ناروغۍ د پيژندګلوي، درملنې او مخنيوي په برخه کې روزل شوي دي.
د نړۍ روغتيايي سازمان د نورو  نړيوالو بنسټونو سره په همکاري کې  په افغانستان کې د ملاريا د کنترول د ملي پروګرام څخه د هيواد د عامي روغتياد وزارت له خوا پرمخ وړل کيږي ملاتړ کوي.
د ملاريا د ناروغۍ څخه مخنيوی  د ملاريا  د غوماشي د  چيچلو  څخه  ځان ساتلو، د هوا  په تياره کيدو  سره په کور کې پاتې کېدو، د ټول ځان پټول، د حشرو  ضد موادو کارول  او  د ملاريا ضد درملو  څخه  د کاراخيستلو  له لارې صورت موندلی شي. د عامې روغتيا وزارت په ټينګار  سره لارښونه کوي چې ماشومان او  اميند واره ميرمنې هغو ځايونو ته د تلو څخه ډډه وکړي چيرې چې د ملاريا ګواښ پکښې زيات وي.
د ملاريا پارازيټ په وجود کې د  9 څخه تر 14  پورې  ځان څرګندوي، خو  په ځينو وختونو کې د ملاريا نښې نښانې په يوه اونۍ کې راڅرګندېدای شي. ددې ناروغۍ نښې نښانې د لرزې، لوړې  تبې، د سر خوږ، خولې کول  او ځينو  وختونه د خوا ګرځي او ګانګه کولو او ستومانتيا سره مل وي.

malaria-net


د ملاريا د ناروغۍ نښې نښانې ډيری په دوراني توګه څرګندېدای شي، د ملاريا پرازيټ او نښې نښانې د ملاريا د ژوندانه په پام کې نيولو سره د انسان د وينې په سرو حجرو او  د ځګر  په حجرو  کې ډېره وده او خپرېږي. د ملاريا دوراني نښې نښانې د هغو  سترو ځانګړتياوو څخه دي چې په  ملاريا ستاسو اخته کېدل ښيي.
په لږو  پېښو کې د ملاريا پرازيټ د دماغ او شوکې نخاع د فعاليت د خرابيدو، اختلال او بې سدۍ لامل کېدای شي.
ملاريا  يوه  جدي ناروغي ده او  ښايي ژوند د ګواښ سره مخ کړي. په دې توګه په ملاريا  د اخته کسانو  په لېدو سره  ژر تر  ژره د هغه د درملنې په لټه کې شئ.