د معلولينو څارنه او پالنه

روغتیا
Typography

The fund to build this centre was provided by the Provincial Reconstruction Team, and is managed by the Pir-e Herat Foundation.

د لومړي ځل لپاره د هرات په ولايت کې د معلولينو د پالنې يو مرکز پرانستل شو چې دا کار د بشر پالنې د ارزښت په برخه کې د افغاني ټولنې يوه ښه بېلګه بلل کېږي. دا مرکز د نړيوالې ټولنې په مرسته د پير هرات ټولنې لخوا رغول شويدی.


ددې ټولنې مشر عبدالعلي بارکزي ددغې پروژې په اړه د معلوماتو  په ورکولو سره د آزادۍ غږ مجلې ته وويل: “ دا نوی مرکز چي د معلولينو د پالنې لپاره دی 50 بستره لري چې د کورنۍ د پالنې توان نلري. ددې مرکز  په جوړېدو باندي 98  زره يورو  لګښت راغلی چې  د هرات ولايت د ولايتي بيا رغونې  د ډلې ( پي آر ټي) لخوا ورکړ شويدی. د معلولينو  لپاره دې مرکز 750 مټره ځای ځانګړی شوی  چې په هغه کې د نارينه او ښځينه معلولينو  څخه پالنه کېږي.
عبدالعلي بارکزي ددې نوي مرکز په اړه وويل،  دې مرکز  د روغتيايي خدمتونو  د وړاندي کولو ترڅنګ  نور خدمات هم وړاندي کړي دي.
هغه زياته کړه: “ دا ځای د معلولينو  لپاره د هيلو  يو مرکز دی او  ډېر تفريحي پروګرامونه لکه ورزش، انګريزي ژبه، لاسي صنايع، د کمپيوټر زده کړه او همداشان د قرآنکريم زده کړه وړاندي کېږي. په دې مرکز کې هڅه کېږي څو د معلولينو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي او په ټولنه کې په ګټورو کسانو بدل شي.”
د پير هرات ټولنې يوه معلول غړي صفي الله نوري د خپلې تجربې په اړه وويل چې په ژوند کې له دېرو ستونزو سره مخ شويدی. اوس ډېر خوښ دی ځکه دا مهال  يوځای لري چې د هغه په شان کسانو پورې اړه لري او کولای شي هلته سوکاله ژوند ولري.
هغه زياته کړه: “ پخوا له ډېرو ستونزو  او اندېښنو سره مخ وو ځکه د خپل وضعيت څخه ډېر ناهيله وو او  فکر مو کاوه چې خلک هيڅ زموږ په فکر کې نه دي.”
د پير هرات د ټولنې سره د هغه په يوځای کيدو سره د هغه ژوند په بشپړ ډول بدلون موندلی دی. هغه وايي: “ اوس موږ خپل روغتيايي کلينيک لرو او په دې کلينيک کې ډېر ښه تجربه لرونکي کسان شتون لري او له موږ څخه پالنه کوي. په دې مرکز کې څو برخې شتون لري چې زموږ روان خوشحاله کوي او په روزنيزو  ټولګيو کې يو نوی شی زده کوو. زموږ د مرکز دروازې د هغو کسانو لپاره خلاصې دي چې کورنۍ يې نشي کولای له مالي پلوه له معلولو غړو څخه پالنه وکړي. دلته د هيڅ چا په وړاندي توکم پالنه نشته. موږ د اړو کسانو لپاره د پالنې بشپړ  توان لرو.” په تېره لسيزه کې د ټولنيزو موسسو او نړيوالې ټولنې د بيلابيلو مرستندويه پروژو  ترمنځ همکاري او همغږي د يوه پياوړي او عادل هېواد د رامنځته کولو څرګندونه کوي. ښاغلي نوري په پای کې وويل: “ موږ د خپلې ټولنې غړي يو  او غواړو  د نوي افغانستان د رغولو لپاره  خپله ونډه ترسره کړو.”