۶۵ ټنه تاریخ تیر شوي درمل وسوځول شول

روغتیا
Typography

torched-medicine

دکندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواګي وايي چې د شنبې په ورځ ېې په دی ولایت کې ۶۵ ټنه تاریخ شوي او ټیټ کیفیت لرونکي درمل له منځه وړي دي.

 

 

 ددی ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري آژانس ته ووییل چې  سوځول شوي درمل په تیرو دوه میاشتو کې له بیابیلو درملتونونو او شرکتونو راټول شوي وو.

نوموړي وویل چې دغه درمل چې ټولیزه ارزښت ېې دری میلیونو افغانیو ته رسیږي یاخو تاریخ تیر شوي وو اویا خو هم ټیټ کیفیت ېې درلود چې د ناروغانو روغتیا ته ګواښ ګڼل کیده.

 دکندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر وايي چې دوي مخکي له مخکي ددی ولایت ټولو درملتونونو او شرکتونو ته ګواښ کړي وو چې د بی کیفیت او تاریخ شويو درمل  له پلورلو او واردولو په ککه ډډه وکړي.

 

سرچینه:پژواک