وبا (کولرا) وژونکې ناروغۍ

روغتیا
Typography

cholera-water

کولرا يا وبا  د ناپاکه اوبو څخه زېږنده يوه ناروغي ده او که چېري يې په چټکه توګه درملنه ونشى، د وجود د اوبو د ضايع کېدو او د سملاسي مړينې لامل کېږي.

دغه ناروغي په ځانګړي توګه د ماشومانو، ناروغو کسانو او د پاخه عمر کسانو لپاره ډېره خطرناکه ده.
د عامې روغتيا وزارت د هېواد په لر او بر کې ددې ناروغې د مخنيوي لپاره په دوامداره توګه  اړين ګامونه پورته کړيدی.
کولرا (وبا) څه ده؟
وبا د کولمو يوه انتاني ناروغي ده چې د ککړو خوړو او يا اوبو له امله رامنځته کېږي. وبا د اوبلن نس ناستې لامل او ډېر  ژر د وجود د اوبو د ضايع کېدو او د ناروغ د مړينې سبب کېداى شي. په دې ډول ناروغۍ کې ناروغان معمولاً کانګي هم کوي.
کولرا (وبا) ولي ډېره  په چټکۍ سره خپرېږي؟
وبا په آسانۍ سره خپرېږي او د اخته کسانو شمېر ډېر په چټکۍ سره زياتېداي شي.
په هغو سيمو کې چې د روغتيا ساتنې اصول سم په پام کې نه نيول کېږي، کېداي شي په وبا د اخته کس فاضله مواد  د څښاک د اوبو بهېر ته
د ننه شي او پاکې اوبه چې د نورو کسانو له خوا کارول کېږي، ککړې کړي.  د سيلابونو او وچکالۍ وروسته، خلک دې ته اړ کېږي ترڅو د ناپاکو  اوبو څخه د څښلو، مېنځلو او يا پخلي لپاره ګټه واخلي.  وبا په نادره توګه له يو کس څخه بل کس ته خپريدلاي شي.
په کولرا باندې د اخته کيدو په وخت کې څه بايد وکړو؟
ډيره مهمه او اړينه درملنه د بدن د مايعاتو  بيرته پوره کول د پاکو او خوټولو اوبو له لارې دي. د ضايع شوو اوبو  ژر تر ژره بيرته پوره کول، په وبا اخته د ټولو ناروغانو د ژغورنې لامل کيدلاي شي. د ګڼ شمېر ناروغانو ضايع شوي اوبه کولاي شو د مالګې  د محلول ( آو آر اس) څخه ژر تر ژره پوره کړو.  په کړکيچن حالت کې د ميکروب ضد درمل(انټيبيوټيک) څخه کار اخيستو ته اړتيا ليدل کېږي.
هغه کسان چې ددې ناروغۍ د اخته کېدو شک پرى کېږي، بايد ډاکټر او يا روغتيايې کلينيک ته ولاړ شي.
د خپلې کورنۍ او د ځان د خوندي ساتنې لپاره بايد څه وکړو؟
ډاډ ترلاسه کړئ چې د څښاک اوبه مو صحي او پاکې وي. ټولي اوبه چې د څښلو په موخه ورڅخه کار اخستل کېږي، مخکي له دې چې د پريمنځلو او پخلي لپاره ورڅخه کار واخستل شې، بايد د ميکروب څخه پاکي شي.  دا کار د اوبو د ايشولو،  په اوبو کې د کلورينو  د محلول د ګډولو، د لمر په واسطه د اوبو  پاکول او يا د ميکروب لمنځه وړلو په موخه د اوبو د  فلټر کولو  له لاري شونې دي.
 يو د مهمو کارونو څخه دا ده چې د اودس ماتي څخه وروسته او د خوراکي توکو د برابرولو څخه مخکې، خپل لاسونه په صابون پرېمنځۍ.
همدا شان  په خوندي توګه د خوراکي توکو چمتو کول او ساتنه ډېره مهمه ده. له هغه ځايه چې د وبا ناروغۍ په نادره توګه د يوه کس څخه بل کس ته سرايت کوي، اړينه ده  هغه وخت چې د يو ځاي څخه ليدنه کوي چې د هغه ځاي خلک په دې ناروغۍ اخته دي، خپل لاسونه پريمينځى.