په کندوز کې د ملاريا ناروغي له منځه تللې

روغتیا
Typography

malaria-vaccine

د کندوز د عامې روغتيا رياست چارواکي د تېرو شپږو کلونو په ترڅ کې په دغه ولايت کې په بشپړ ډول د ملاريا د ناروغۍ د له منځه تلو خبر ورکوي.

ملاريا ناروغي پخوا په کندوز کې په پراخه ډول د يوه ګواښ په بڼه خپرېده او حتى دغه ولايت پر يوه ملاريايي ولايت نومول شوى و ، خو په وروستيو کلونو په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي له لوړېدو او د کورنيو د غړو له وقايې سره دغه ناروغي د هرې ورځې په تېرېدو مخ په کمېدو ده.په شمال ختيځ زون کې د ملاريا د کنټرول او مراقبت مشر وايي، چې له ٢٠٠٨ څخه تر ٢٠١٣ زېږديز کال پورې شاوخوا ٥٥٠٠ پشه خانې په وړيا ډول د عامې روغتيا رياست له خوا د کندوز د ښاريانو په واک کې ورکړې دي.نوموړي زياته کړه، چې د پشه خانو وېش ښې پايلې درلودې او په تېرو پنځو کلونو کې د ٤٠٠ کسانو وينه کتل شوې او له دې ډلې په ٣٨ کسانو کې د دې ناروغۍ نښې ليدل شوې، چې وروسته يې درملنه وشوه.نوموړي وويل: ((دغه شمېرې د تېرو کلونو په پرتله صفر عشاريه پنځه سلنه کموالى څرګندوي او په ورته وخت کې د خلکو د عامه پوهاوي کچې د لوړېدو لپاره هڅې روانې دي.))د ملاريا د کنټرول او مراقبت مسوول زياته کړه، چې د دوى ځايي کارکوونکي له تشخصيه ټسټونو څخه په کار اخيستو پر دې ناروغۍ اخته ناروغان په ملاريايي سيمو کې درملنه کوي.په ورته وخت کې د کندوز ښاريان خوښي څرګندوي، چې د ملاريا ناروغي په تېرو کلونو کې د خلکو په منځ کې د يوې وژونکې ناروغۍ په توګه را پيدا شوې وه، خو په وروستيو کلونو کې د روغتيايي چارواکو په پرله پسې هڅو په کورنيو کې د دې ناروغۍ کومه نښه نه ښکاري.د کندوز ښار اوسېدونکي عجب ګل وويل: ((پخوا به په هره کورنۍ کې له يوو څخه تر دوو کسانو پورې سخته تبه او لړزه درلوده، وروسته به معلوم شوه چې ملاريا نيولي دي.))هغه پژواک ته وويل، چې اوسمهال د عامې روغتيا رياست کورنيو ته پشه خانې وېشلې او دغه کار د ملاريا ناروغۍ له کمښت سره مرسته کړې ده.
د کندوز د عامې روغتيا رياست چارواکي د دې ناروغۍ د کمښت لامل د پشه خانو وېش او د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړوالى بولي.ملاريا يو ډول ناروغي ده چې له تبې او لړزې سره پيلېږي او که چېرې يې پر وخت درملنه ونه شي، نو انسان د محرقې غوندې پر نورو ناروغيو اخته کوي.ډاکټران وايي، چې په هېواد کې دغه ناروغي د درملنې وړ ده او د رېښو د ايستلو لپاره يې د نړيوال روغتيايي سازمان او ګاونډي هېواد تاجکستان څخه هم مرسته غوښتې ده.

سرچینه: پژواک