روژه او روغتيا

روغتیا
Typography

Healthy-fasting

روژه  يوه برکتي مياشت ده چې د ټولې نړۍ مسلمانان په دې مياشت کې روژه نيسي. افغانان هم په ډېره ليوالتيا سره پدې مياشت کې روژه نيسي، خو ښايي د يو شمېر کسانو لپاره دا آسانه ورځې نه وي،  ځکه  په دې وروستيو کلونو کې  د روژې مبارکه مياشت د دوبي د موسم سره سمون خورى  چې ورځې اوږدې او هوا ډېره توده وي.

 

روژه نيول په دې مانا نه ده  چې د ورځې په اوږدوکې د خوړو او څښاک څخه ډډه وکړو، بلکې روژه نيول خدا تعالى ته عبادت کول، پرهيزګاري، د خلکو سره ښه چلند، د غوسې څخه ډډه کول او د خيرات او يا صدقې ورکول دي.د ډېر ثواب او اجر سربېره چې الله (ج) د روژتي  لپاره يې ژمنه کړې، د روژې نيول همداشان د انسان روغتيا ته هم ډېره ګټه لري. له هغه ځايه چې د روژې نيول د پيشلمي څخه ترماښامه دوام مومي، د پيشلمي او روزه ماتې د خوړو څخه د انرژي ترلاسه کول اړين دي. د روژې پر مهال په وجود  کې د زېرمه شوي قند او وازګه يا غوړو څخه د اساسي انرژي په توګه کار اخيستل کېږي . په وجود  کې د انرژۍ د توليد  په موخه  د وازګې سوځېدل  د وزن په کمښت کې مرسته کړې،  غړي يې خوندي ساتلي او په اوږد مهال کې د کلسټرول ( په وينه کې د غوړو) د کچې د کمېدو لامل کېږي. د دې ترڅنګ، د وزن کمښت د شکر د ناروغۍ د ښه کنترول او د وينې د فشار د کمښت لامل کېږي. په دې وخت کې ښايي د مسموميت د دفعې بهېر هم رامنځ ته شي، ځکه ډېرى هغه زهرجن توکي چې د وجود  په وازګه کې موجود  دې،  منحل شوي او له وجود څخه  بهرکېږي. د روژې د نيولو څخه د زياتې ګټې د اخيستو په موخه ، بايد د هغو خواړو د ډول او کچې په هکله چې په روژه کې يې خورو ډېر احتياط وکړو. د ډېرو خوړو خوړل کېداى  شي وجود  ته ستونزه راپيدا کړي. له دې کبله بايد سپک خواړه وکاروو او  د هغو ورځنيو خوړو څخه چې په نورو ورځو کې يې  کاروئ د روژې د مياشتې خواړه بايد ډېر توپېر و نه لري. 
هغه ناروغان چې د معدې زخم لري او يا د زړه د  ناروغۍ په څېر په سختو ناروغيو او يا هم د شکر په ناروغۍ اخته دي  چې په منظمه توګه د انسولين پيچکاري کاروي، بايد  د روژې  تر نيولو  وړاندي د ډاکټر سره  سلا مشوره وکړي.
د پيشلمي خواړه:
د پيشلمي خواړه بايد صحي، قوي او د څو ساعتونو لپاره د انرژۍ ورکوونکي وي. همداشان هغه خواړه چې په ځنډ سره هضميږي لکه حبوبات، نخود، اوربشې، غنم،  د حبوباتو څخه جوړ شوي خواړه چې د شېدو سره خوړل کېږي ، سوجې اوړه، لوبيا، عدس،  سبوس لرونکې اوړه او د باسمتي په نوم وريجې د ډېر اهميت وړ دي.
همداشان د فايبر څخه سرشاره خواړه چې ژر د هضم وړ ندي، د غنمو اوړه، پوستکي لرونکي پټاټې، بيلابيل ډوله وچه ډوډۍ او سابو څخه عبارت دي. يو انډول خوراکي رژيم، د  پيشلمي نه هېرول،  په کافي اندازه د مايعاتو  څښل او  د خوږ ضد درملو خوړل د سر د خوږو په مخنيوي کې مرسته کوي. همداشان کولاى شو په سيخه توګه د لمر وړانګو لاندي په نه درېدو سره،  د سر د خوږو مخه ونيسو. د سر پټ ساتل ، د لمريزو عينکو څخه ګټه اخيستل چې د لمر د تودوخې اغېزو ته کمښت ورکوي او د غړو شخوالى  په ماساژ ورکولو سره آرام  کړو.
روژه ماتى:
روژه ماتى کيداى شي د  خرما په خوړلو سره چې د اسلام د ستر پيغمپر (ص) سنت دي، پيل شي. بايد هڅه وشي څو يو انډول او صحى رژيم چې پروتين ولري لکه د چرګ غوښه، کب ، عدس او ځينې سابه وخوړل شي.
په ټوليزه توګه بايد د بورې، ترميده اوړو، غوړي لرونکي خواړه (کيک، بيسکويت او خواږه) تورچاى قهوه، او  د کوکا کولا د خوړو څخه ډډه وشي.

water-melone


ځينې خلک د روژه ماتي پر مهال  په زياته پيمانه خواړه او اوبه څښي  چې دا کار د زړه جوش، ارګمي  او د معدې د نوروستونزو لامل کېږي. له دې کبله په خوراک کې بايد ډېر احتياط وشي. په روژه ماتي کې سپک خواړه وخورئ  او پرېږدئ چې هضم شي اوستاسو لوږه او تنده ماته کړي. تر يوه ساعت  وروسته بايد د شپې ډوډۍ وخوړل شي. د شپې ډوډۍ هم بايد لږه  وخوړل شي او يا بايد سپک خواړه وي څو په ښه توګه ويده شئ او پيشلمي ته وږي راپورته شئ.
د خوړو برابرول د صحي خوړو د چمتوکولو څرنګوالى:  خواړه بايد په غوړو کې  لږ سره او پاخه شي. د بازارڅخه د سړو څښونکو پر ځاى بايد د  فصل د ميوو او په کور کې د تازه ميوو د جوس  څخه کار واخستل شي. بايد د پکوړې او سمبوسې په شان دډېرو سره شويو خوړو، د بغلاوې، جلبۍ او ګلاب جامن په شان د ډېرو خوږو خوړو او همداشان ډېرو غوړو خوړو لکه پراټه او کلچو د خوړلو  مخنيوى وشي. بياهم کيداى شي د سمبوسو، شيدو لرونکو خوږو  او  پودين څخه  په لږه پيمانه  کار واخيستل شي