دکابل په وزیر اکبرخان روغتون کې بیړني وارډ جوړشو

روغتیا
Typography
Wazir-Akbar-Khan-Emergency-Ward

دکابل په وزیر اکبرخان روغتون کې د بیړني وارډ چې په ټولو عصري طبي ټکنالوجیو، لابراتوارونو ، اکسرې ماشینونو سمبال دی د چهارشنبې په ورځ دیو لړ رسمي مراسمو په ترځ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه وارډ چې د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شویدي د ولسمشر حامد کرزي وژل شوي ورور احمد ولي کرزي په نامه ونومول شو. 
دعامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل ددی څانګې د پرانیستلو په ویاړ جوړه شوي مراسمو کې ووییل چې دغه څانګه د شاداب ظفر په نامه د  یوې خصوصي سوداګریز ډلې په مالي ننګه رغول شوي دی چې شل بستر، لابراتوار او داړتیا وړ اکسرې ماشینونه لري. 
محمد یونس مهمند د شاداب ظفر خصوصي سوداګریز ډلې مشر ژمنه وکړه چې دعامي روغتیا سره به په راتلونکي هم ورته مرستې وکړي. 
نوموړي وړاندی ووییل:"خوشحاله یم چې یوه نوي څانګه افغانانو ته د خدمت لپاره چمتو شویدی. "
په دی مراسمو کې دسوداګری او صنایعو خونو استازی خانجان الکوزی ، ډاکټر نور آغا اکرام زاده او یو شمیر نور برخه درلودل چې د شاداب ظفر له یادې کړنې څخه ېې ستاینه وکړه.

سرچینه: پژواک