جلال اباد کې زرګونو معلولينو ته مصنوعي غړي جوړ شوي

روغتیا
Typography
artificial-limbsله تېرو څوارلسو کلونو راهيسې په ختيځ کې د سويډن کمېټې ٢٤ زره معلولينو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي او د هډوکو درملنه يې کړې ده.
په ننګرهار کې د سويډن کمېټې د فزيکي بيارغونې د مرکز مشر ډاکتر لايق الله عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال يې ۶۴۸۹ معلولينو د مصنوعي غړو ترلاسه کولو، د لاسو يا پښو د هډوکو د درملنې لپاره مراجعه کړې وه، چې ټولو ته يې رسېدنه کړې ده.
د نوموړي په وينا، تېر کال د هغو معلولينو شمېر چې ياد مرکز ته يې د مصنوعي غړو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې وه، د وړم کال په پرتله شل سلنه ډېر شوى دی.
هغه زياته کړه: ((ډېری معلولين چې ياد مرکز ته مراجعه کوي، په هېواد کې د تېرو لسيزو او روانو جګړو قربانيان دي.))
نوموړي وويل، هغه کوچنيان چې معلول زېږيدلي وي، بايد ژر تر ژره د درملنې په موخه يادو مرکزونو ته ور وړل شي.
ډاکټر عبيدي وايي، که چېرې له زېږيدو وروسته معلول کوچنيان ژر تر ژره د فزيکي بيارغونې مرکز ته ور وړل شي نو په اغېزمنه توګه به يې درملنه ترسره شي.
ده زياته کړه: ((موږ معلولينو ته ويلچرې (بايسکل) ورکوو،د هغوى لپاره مصنوعي غړي جوړوو او ورته لکړې او نور توکي برابروو.))
د فزيکي بيارغونې مرکز ته راغلى معلول چې خيالي ګل نومېږي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاس يو هډوکى يې تکليف لري.
نوموړى وايي چې ياد مرکزونه دوى ته ځکه ګټور دي چې درملنه په کې وړيا کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ دومره وس چېرته لرو چې په پيسو دې درملنه وکړو، دا راته ډېر ګټور دى، هم مو درملنه کېږي او هم ورسره اسوده يو.))
د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى ناصر خان چې د هېواد په تېرو جګړو کې يې يوه پښه له لاسه ورکړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سويډن کمېټه کې ورته يوه مصنوعي پښه جوړه شوې او اوس په ډېرې اسانۍ کولى شي حرکت وکړي.
ده زياته کړه: ((مخکې مې ځان نيمګړى احساساوو، خل له کله چې مې مصنوعي پښه جوړه شوې اوس زه خپله مزدوري کوم هېڅ کوم مشکل نه لرم.))
ياده دې وي، د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه له تېرو دوه دېرش کلونو راهيسې د افغانانو د ژوند پر مختګ په موخه په بېلابېلو برخو کې فعاليتونه ترسره کوي.