18
السبت, تشرين2

"طالبان دی د ګوزڼ واکسين د کمپاين مخه نه نيسي"

روغتیا
Typography
HRW-international

د بشري حقونو د څار نړيوالی اداری له وسله والو طالبانو غوښتي چی د ګوزڼ د کمپاين پر وړاندی دی خنډونه نه جوړوي.

د دی ډلی له خوا د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالیـږل شوی خبرپاڼه کی راغلي دي چی د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کولو د کمپاين مخنيوى د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.يادی نړيوالی ټولنی دغه څرګندونی په داسی حال کی کړی، چی تیره مياشت د هلمند په سنګين ولسوالۍ کی وسله والو مخالفينو د ګوزڼ د واکسين مخنيوى وکړ او کار کوونکي يی په جاسوسۍ تورن کړي وو.د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (ایچ ار ډبليو) په خپله خبرپاڼه کی له وسله والو طالبانو غوښتي چی د افغانستان په سویلي ولايت هلمند کی د ګوزڼ د کمپاين مخه ونه نيسي.ياد سازمان ويلي، چی د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ له مياشتی راهيسی وسله والو مخالفينو د افغانستان د عامی روغتيا وزارت ګرځنده ټيمونو ته اجازه نه ورکوي چی په هلمند ولايت کی د پوليو ضد کمپاين ترسره کړي.د اسيا لپاره د ياد سازمان مرستيال مشر فیلم کین ويلي، چی د وسله والو طالبانو دغه کړنه د ماشومانو ژوند د مرګ له خطر سره مخ کوي.دغه راز هغه زياته کړه، چی دغه کړنی د ګوزڼ پر وړاندی پيل شوى نړيوال کمپاين هم له ګواښ سره مخامخ کوي.هغه له طالبانو غوښتي چی د ګوزڼ ضد واکسين له ټيمونو سره بايد مرستی وکړي، نه دا چی د هغوى د کارونو پر وړاندی خنډ جوړ کړي.افغانستان يو له هغو هیوادونو دى چی د ګوزڼ ناروغي په کی له منځه نه ده تللی، هر کال په هیواد کی ګڼ شمیر ماشومان پر دی ناروغۍ اخته کیږي او يواځینۍ درملنه يی واکسين کول دي.

سرچینه: پژواک