د لېوني سپي داړل

روغتیا
Typography

Rabbies-1

د کنړ ولايت د عامې روغتيا رئيس اسدالله فضلي د پژواک خبري آژانس ته ويلي په تيرو دريو مياشتو  کې د دې ولايت په مرکز اسعدآباد او  ځينو ولسواليو کې  80 تنه سپيو داړلي دي.

د ښاغلي فضلي په وينا، کومو سپيو چې نوموړي کسان داړلي د ليوني سپي په ويروس اخته نه و، خو  داړل شويو کسانو ته په روغتونونو کې د ليوني سپي د ويروس ضد واکسين ورکړل شوی دی. يوه داړل شوي کس ته بايد د يوې مياشتې په موده کې پنځه ځلې واکسين ورکړل شي.
د فضلي په خبره،  سلګون سپي د يوه ګډ کمپاين په ترڅ کې چې د کنړ د ښاروالۍ، پوليسو او د عامې روغتيا د رياست له خوا په لاړه اچول شوی و، سلګونه کوڅه ډبې سپي له منځه يوړل شول.
د روغتيا نړيوال سازمان د اټکل له مخې هر کال په  ټوله نړۍ کې په تېره بيا  په آسيا او افريقا کې د  ٤٠ تر ٧٠ زره  پورې کسان د ليوني سپيو  تر  داړلو  وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي.
کله چې انسان د ليوني سپي په خطرناکه ويروس د اخته څارويو  لکه سپي او  پشکې له خوا وداړل شي او يا هم شوګارې شي  بايد ډير  ژر  ډاکټر  ته ورشي. همدارنګه هغه کورني څاروي چې واکسين شوي نه وي ، خطر رامنځ ته کولاى شي.
لامل:

Rabbies-2


يو کس هغه مهال د ليوني سپي په ناروغۍ  اخته کيږي چې د ليوني سپي او يا پشکې  له خوا وداړل شي او  يا د هغوى په نوکانو  د داړل شوي کس په شوګاري شوې برخو  کې د څاروي د  خولې ناړې وجود ته د ننه شي.  يو  شمېر څاروي لکه سپي، پشکې، بيزو ګانې، پسونه او وزې هم کولاى شي د ليوني سپي ويروس وليږدوي، خو  ډېرى پيښې د ليوني سپي د داړلو له امله رامنځ ته کيږي.
انسان هم د ليوني سپي په ويروس د اخته څاروي له خوا  تر داړل کيدو او  يا هم شوګارې کېدو وروسته په دې ناروغۍ اخته کيداى شي.  آن که ليونى سپى د انسان د وجود  لوڅې برخې لکه پوزه، خوله او  سترګې وڅټي، کېداى شي د دې ناروغۍ ويروس ولېږدوي.
نښې نښانې
په ناروغ کې د ليوني سپي د داړلو  نښې نښانې د دوو  اونيو څخه  تر اتو اونيو  پورې راڅرګندېږي او  پر دې ناروغۍ اخته کس له خفيف والګي، تبې او  د سر  له خوږېدو سره مخ کيږي. ناروغ همدا شان د ټپ په شاوخوا  برخو کې د درد او خارښت احساس کوي. ناروغ په دې موده کې له سرګنګسي او ويرې سره مخ کيږي، د لوړ غږ ، رڼا او  د تودوخې د لوړې درجې په وړاندي حساسيږي او له اوبو څخه ډارېږي. د ناروغ حالت ډير ژر خرابيږي او د خپل بدن د عضلاتو کنترول او فکري وړتيا له لاسه ورکوي. په پايله کې ناروغ په بشپړ ډول فلجيږي، کوما ته ځې او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
درملنه:
ډاړل شوې برخه ډير  ژر په پاکو اوبو  او  صابون پرې مينځۍ او هغه مه پوښوئ.
په کابل  کې ډاکټر نجيب الله جلالزى وايي:"ناروغ بايد ډير  ژر داکټر ته مراجعه وکړي، ځکه د ليوني سپي ناروغۍ کولاى شي انسان ووژني. که ويروس عصبي سيستم ته د ننه شي او ناروغي پرمختللى حالت غوره کوې چې پدې صورت کې  د درملنې وړ نده."
د داکټر جلالزي په وينا، د ليوني سپي ناروغۍ ډيره خطرناکه ده او هغه څاروي چې په دې ناروغۍ اخته وي خپله هم د څو ورځو په موده کې مړه کېږي. له همدې امله کله چې يو کس د ليوني سپي په ناروغۍ اخته کيږي بايد ډير ژر داکټر ته مراجعه وکړي.
معمولاً د ناروغ کس د ټپ په شاوخوا سيمو کې د ( هيمونوګلوبيولين ) په نامه د ليوني سپي ضد واکسين پيچکاري کيږي څو د ويروس د خپريدو  مخه ونيول شي.  د واکسين يو دوز کيداى شي په يوه ټاکلي وخت کې ناروغ ته ورکړل شي. د واکسين د بشپړ دوز اخيستل اړين دي.
له مخکې تيارى
له کوڅه ډبو څارويو  لېرې واوسئ. هغوى ته لاس مه مه ورنږدې کېږئ او مه يې تحريکوئ. ليوني سپي ښايي د کنټرول وړ نه وي. خو تل داسي نه وي او يوازي په ليدلو  نه پيژندل کېږي.که څه هم د ليوني سپي واکسين ګران بيه دى خو  د لاسرسي وړ دى. د ليوني سپي د واکسين اخيستل ددې لامل کيږي چې ويروس ونشي کړاى ځان عصبي سيستم ته ورسوي.
د ليوني سپي په ويروس اخته څاروي کولاى شي دا ويروس د اسپانو او غواوو  په ګډون نورو څارويو  ته هم وليږدوي. له همدې امله تل د څارويو  په فارمونو کې د څارويو  چلند ته پام وکړئ . پر دې ويروس اخته څاروي کيداى شي چې قهرجن واوسي خو کيداى شي په يو  شمير پېښو کې آرام هم واوسي. دوى د اوبو د څښلو او د واښو  د خوړلو پرمهال ستونزه لري او ښايي له خولې څخه يې ځګ رابهر شي.