افغاني ماشومان په آلمان کې له درملنې وروسته هیواد ته راستون شول

روغتیا
Typography

children-return-after-treatments

افغاني سرې میاشتې ټولنه د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کابو ۵۰ تنه افغان ماشومان چې د زیږون پرمهال ژوبل شوي وو او یا خو هم له ماتو هډوکو سره پیدا شوي وو په آلمان هیواد کې له درملنې وروسته هیواد ته راستون شول.

دغه ماشومانو د سرې میاشتې ټولنې په ودانی کې دلته په کابل کې خپلو میندو او پلورونو اوخبریالانو سره ولیدل. نصیر ذکي دیاد ټولني ویاند ووییل چې دآلمان حکومت ددی ماشومانو د درملني لږښت د شپږو تر ۱۲ میاشتو پوري ورکړ.ذکي وړاندی ووییل چې دغه ماشومان چې له ۱ کال څخه نیولې تر۱۱ کلونو پورې عمرونه درلودل چې په افغانستان کې ېې درملنه ګرانه وه. په تیرو ۲۶ کلونو کې له ۱۰۰۰۰ څخه زیات افغاني ماشومان د درملنې لپاره یاد هیواد ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا استول شویدی.

سرچینه: پژواک