والګى او انفلونزا

روغتیا
Typography

FLUE

د ژمي په پيل کېدو سره، ډېرى خلک د والګي او انفلونزا په ناروغۍ اخته کېږي. خو ددې سره سره، ښه روغتيا پالنه کولاى شي د دې  ناروغۍ د خپرېدو څخه مخنيوى وکړي.

والګى او انفلونزا د ناروغيو  يو تر ټولو معمولي ډول دى چې انسانان ورباندي اخته کېږي. دغه دواړه ناروغۍ د ويروسونو له امله رامنځته کېږي. والګى په ډېره لږه کچه د يوه کس د روغتيا لپاره ګواښ بلل کېږي،خو انفلونزا کولاى شي د يو روغ کس لپاره هان په لومړي پړاو کې جدي وګڼل شي. دغه ناروغۍ د هغو لپاره په تيره بيا چې ډېر کمزوري وي، هان کولاى شي وژونکي وي.
د والګي او انفلونزا نښې نښانې څه دي؟
د والګي تر ټولو سترې نښې نښانې د پوزې بهېدل او يا بندېدل او وچه ټوخله ده. ناروغه کسان ښايې د ستونې د خوږو او د تبې څخه هم وځورېږي. والګى د دوو څخه تر ١٤ ورځو پورې دوام موندلاى شي. هغه کسان چې په انفلونزا اخته وي پوزې يې بندې وي او ښايې د وچې ټوخلې او لوړې تبې څخه سر وټکوي. د وجود خوږ، کانګې، د سترګو سوى او د اشتهاه د لاسه ورکول په دې ناروغۍ کې معمول دي. همدا شان ناروغه کس ښايي د وجود د ريږديدلو څخه وکړېږي. په عادي ډول انفلونزا د والګي په پرتله ډېر دوام موندلاى شي.
څنګه ښه کيدلای شم؟
د انفلونزا د ناروغۍ د درملنې په موخه به د درملو کارول ګټور نه وي. په دې ناروغۍ اخته کس بايد په ډېره کچه مايعات وڅښي او آرام وکړي. د خوږو ضد درمل لکه اسپرين او يا پاراستامول کولاى شي د خوږو او تبې په راټېټولو کې مرسته وکړي. د پاړسوب (پوزى د بنديدو) ضد درمل کولاى شي د هغه نښې نښانې ته لږوالى ورکړي، خو د جوړېدو موده نشي لنډولاى.په کور کې آرام کول د انفلونزا د درملنې تر ټولو ښه لار ده. د يادونې وړ ده چې د خوږو ضد درمل کولاى شي تبه او خوږ آرام کړي. د هغو کسانو  لپاره چې د اى (A) ډوله انفلونزا څخه کړېږي، ښايي د ويروس ضد درمل ورکړل شي. تر هغه ځايه چې دواړه دا ناروغۍ د ويروسونو نه بلکې د باکټرياو له امله ده، له همدې کبله د انټي بيوټيک ( دويروس ضد درمل) ورکول، نشي کولاى مرسته وکړي او نبايد هم ناروغ ته ورکړل شي. د پوزى څنډل نه يوازى مرسته کوي، بلکې په دې کار سره ويروسونه سينوس ته پراختيا مومي.
آيا داسي لاره شته  چې زما سره د والګي او يا انفلونزا په مخنيوي کې مرسته وکړي؟
کله چې په والګي اخته شئ، تر ټولو ښه لاره د دې وېروس د لېږديدو څخه مخنيوى دی. دا ويروس په ډېر عادي توګه لېږدول کېږي،په تيره بيا که چيرې اخته کس وپرنجېږي، وټوخېږي او يا خپله پوزه وڅنډي. په دې توګه ويروسونه په هغو توکو چې نوموړى ورباندي لاس وهي پر ځاى پاته کېږي. وروسته که چيرې نور کسان دغو توکو ته لاس ور وړي دا ويروسونه يې اخيستي او کله چې خپلې سترګې او يا پوزې ته لاس ور وړي، بيا په دې ناروغۍ اخته کېږي.

hand-washing


په ورځ کې څو ځلې لاسونه پرېمنځئ او د امکان په صورت کې په وېروس ککړ ځايونه د ويروس وژونکي ضد توکو باندې پاک کړئ. په والګي اخته کس سره د خپل مخ او يا پوزې د اړيکو  د پيدا کېدو څخه مخنيوی وکړئ. 
والګى د هوا له لارې لېږدول کېږي، په تيره بيا کله چې په دې ناروغۍ اخته کس وپرنجيږي، دا ويروسونه  په هوا کې خپاره شوي  او نور روغ کسان هغه د ساه ايستلو له لارې اخلي.
د والګي واکسين د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ډېر ګټور دي. هغوى چې واکسين شوي او لاهم په والګي اخته کېږي، پر هغوى دا ناروغۍ په ډېره عادي توګه تېرېږي. د والګي واکسين په کال کې يوځل په نورو ډولونو جوړېږي، ترڅو د والګي د نويو ډولونو په وړاندي اغيزمن وي. که چيرې نشئ کولاى واکسين ترلاسه کړئ، د ماسک اغوستل کولاى شي مرسته وکړي. خپل ماسک د نورو سره مه شريکوئ. هڅه مه کوئ چې د هغه په مېنځلو سره د زيات وخت لپاره د هغه څخه ګته واخلئ. هڅه وکړئ څو  صحي خواړه وخورئ، منظم ورزش وکړئ او د ژمي په مياشتو کې ډيرې تودې اوبه وڅښئ.