په لوګر کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د شل بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

روغتیا
Typography

health-clinic-in-logar

د لوګر چارواکي په داسې حال کې په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د شل بستريز روغتون ودانۍ د جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې کابو ٤٠زره روږدي کسان شتون لري.

دا ودانۍ تېره ورځ (د لړم اتمه) د دې ولايت په مرکز پل علم کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.د لوګر والي نيازمحمد اميري د روغتون د پرانېستې پر مهال وويل، د دې روغتون ودانۍ په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د شپاړس ميليونو افغانيو په لګښت د يو جريب ځمکې په ساحه کې جوړه شوې، چې ۱۳ خونې او څلور تشنابونه لري.ده زياته کړه، د دې ودانۍ د جوړېدو لګښت له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري ورکړل شوى دى.د هغه په وينا، اوسمهال په لوګر کې يو زيات شمېر په نشو روږدي کسان شون لري، چې دا روغتون به د دغو روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړي.د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد ظريف نايب خېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مهال په لوګر کې شاوخوا څلوېښت زره په نشو روږدي کسان شتون لري، چې په نوي جوړ شوي روغتون کې به د دې ناروغانو درملنه کېږي.هغه وايي، د ياد روغتون لپاره ټول تجهيزات پوره شوي او په روغتيايي چارو کې کومه ستونزه نه لري.د يادونې وړ ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې، دا په لوګر ولايت کې لومړنۍ د بيارغونې پروژه ده، چې چارې يې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.بايد وويل شي، چې لوګر ولايت د کوکنارو د نه کرکېلې له امله په ١٣٨٢ کال صفر اعلان شوى و او له همدې کال راپدېخوا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري، هر کال يو ميليون ډالر ورته ورکول کېږي، چې د بيارغونې په چارو کې لګول کېږي.

سرچینه: پژواک