په ژمي کې ځان تود وساتۍ

روغتیا
Typography

stay-warm

د ژمي په موسم کې  د ځان تود ساتل  يو د سترو ننګونو څخه ګڼل کېږي. د سړو وهلو څخه د مخنيوي په خاطر، د تودو جامو اغوستل ډېر مهم دي. همدا شان کله چې د بخاريو  په واسطه کورونه ګرميږي  ، دا مهمه ده چې د کاربن مونو اکسايد  د غازو څخه د مسموميت د مخنيوي لپاره، د خونې هوا بدله کړئ.


څنګه کولاى شو  له سړو  مخنيوى وکړو؟
هغه عوامل چې د سړو وهلو لامل کيږي، سخته يخني، لندې جامې، سوړ باد او  په وجود کې د وينې ورو بهېر ده.د ژمي په موسم کې تل ډيرې جامې واغوندئ، ځکه  په دې کار  سر ه د ساړو  پر وړاندي  پوښښ رامنځته کيږي او دا کار  د انسان په وجود کې د تودوخې د درجې د ټيټېدو څخه مخنيوى کوي. دا به غوره وي چې  لومړى  نرۍ ورېښمينه لرونکي ، الياف او يا نيلوني جامې  واغوندئ. د نخي جامو د اغوستلو څخه ډه ډه وکړئ، ځکه د دا شان جامو خاصيت دا ده چې د وجود خولې جذبوي او سړه هوا رامنځته کوي. په پرانيسته چاپيريال کې  د جامو په سر  وړۍ لرونکې جامې واغوندئ. که چيرې د ډيرې مودې لپاره په پرانيسته  چاپيريال  کې پاتې کېږئ، بايد د باد او اورښت  ضد جمپر واغوندئ. څرمنه کولاى شي د باد ضد وي، خو د باران ضد نشې کېدلاى.  د تودو جامو په اغوستلو سره ځان ډاډه کړئ چې د پښو(د لينګيو او ورنونو) څخه مو  هم په سمه ساتنه کړېده . تاسو کولاى شئ د ژمي په ساړه موسم کې د خپلو  پښو د تودو ساتلو لپاره د  وړۍ لرونکو او يا نيلوني برزو ګانو څخه ګټه واخلئ. دا به غوره وي څو ستاسو جامې  تنګې نه وي، ځکه  پراخه  جامې کولاى شي ښه عايق رامنځته کړي او په وجود کې د هوا د چليدلو بهير تر سره شي .وړۍ لرونکې جرابې واغوندۍ او د اوبو ضد  بوټونه او يا موزې په پښو کړئ. همدا شان په پښو باندې د پلاستيکي کڅوړو په تړلو سره کولاى شئ د هغوى د لندېدو څخه مخنيوى وکړئ. همدا شان د غاړې په دستمال او خولۍ سره خپله غاړه او سر پټ او تود وساتئ.
د يخ وهلو نښې نښانې څه دي؟
يخ وهل د پوستکي د بېرنګه کېدو سره مل وي. په لومړيو کې کېداى شي خارښت او خوږ رامنځته شي. پوستکى په سپين او ژېړو رنګونو اوړي او بې حسه کېږي. که چيرې ډېره يخني او کنګلتيا دوام ومومي، ښايي پوستکى کلک شي او ټناکې وکړي.  ژور يخ وهل کېداى شي د ارغواني رنګه ټناکو سبب شي چې بيا ځانته تور رنګ غوره کوي او وروسته  په بشپړه توګه د وينې ډک وي.
سخت يخ وهل ښايي د لاسونو او پښو د ګوتو د پرې کېدو سبب شي که چيرې نوموړې برخه ځانته کانګرين (خسمار) بڼه غوره کړي. د يخ وهلو له امله زيانمن شوى پوستکى په بشپړه توګه تور رنګه شوى داسى ګونې چې سوځېدلى وي. که چيرې درملنه يې ونشي، د لاسونو او پښو د ګوتو د غوڅيدو لامل کيدلاى شي.
څرنګه کولاى شو د يخ وهلو درملنه وکړو؟
ناروغ بايد نسبتاً تودې خونې ته يوړل شي، ورته وچې جامې واغوندئ او  تودې اوبه ورکړئ. يخ وهلى ځاى په تودو اوبو کې دننه کړئ. که چيرى تودو اوبو ته لاسرسى نه وي، په آرامه توګه ناروغ په کمپله کې ونغاړئ ، د لاسونو او د پښو ګوټې يې تودي وساتې.  يخ وهل شوى ځاى په سيخه توګه مه تودوئ  او همداشان  د وينې د بهير د چټکېدو لپاره پر پوستکي فشار مه راوړئ.
که چيرې د بيا يخ وهلو خطر وي، د يخ وهلو ځاى مه تودوئ، کېداى شي دا کار د پوستکي د سخت زيانمن کېدو سبب شي. دوهم ځل تودول کېداى شي سوى هم ولري. کيداى شي پوستکى ټناکې او پاړسوب وکړي او ځانته سور، شين او يا ارغواني رنګونه غوره کړي. کله چې پوستکى سور رنګه شو او بې حسه نه وي، نوموړې سيمه توده شوې ده. زيانمن شوې سيمه په تعقيم شوي ټوکر وتړئ او هغه برخې چې د لاسونو او پښو د ګوټو ترمنځ زيانمن شوې پرې وپيچئ. هڅه وکړئ څو کومې ټناکې ته زيان پېښ نه کړئ.  ناروغ کس يوه ډاکټر او يا روغتون ته يوسئ.

frostbites1

 
د کاربن مونو اکسايد په غازو مسموم کېدل
ډېرى کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره د لرګيو د سوځولو څخه ګټه اخلي، خو د هوا د تشېدو د ناسم سيستم له امله، د لرګيو سوځول د وژونکو غازو د توليد سبب کېږي. کله چې د سوند توکي سوځي، اکسيجن اخلي او کاربن ډاى اکسايد آزاده وي. کله چې کاربن ډاى اکسايډ رامنځته شي، دا کار د سوند د توکو په سمه توګه د سوځېدو څخه مخنيوى کوي او د کاربن مونو اکسايډ په خپرولو پيل کوي. کاربن مونو اکسايډ يو خطرناکه غاز دى، ځکه دا يو بې رنګه او بې بويه غاز دى چې لږه برخه يې هم کولاى شي د مړينې سبب شي.
د کاربن مونو اکسايډ د غازو د مسموميت نښې نښانې  ؟
په دې غازو د مسموميت لومړنۍ نښې نښانې لکه د سرخوږ، کانګې او ستوماني ده کوم چې ډېرى وختونه په ناسمه توګه زکام ګڼل کېږي. د هغه نورې نښې نښانې لکه سرګرزي، ساه لنډۍ، د سوچ کولو په ځواک کې کمزورى، د سينې خوږ، مغشوش والى، ژور خپګان، وېره، خواګرځى، د نس خوږ، بې سېکه کېدل او د يادښت کمزوري ده.
مخنيوى؟
د دې کار مخنيوى ډېر مهم دى. ځان ډاډه کړئ  څو ستاسو د بخارۍ نلونه په سمه توګه کلک او پاک وي. تاسو بايد په اونۍ کې يوځل د خپلې بخارۍ نلونه پاک کړئ. د خونې د تودېدو پر مهال، بايد د خونې د هوا د بدلولو لپاره، د يوې مودې لپاره د خونې کړکۍ پرانيزئ.
که چيرې تاسو د کاربن مونو اکسايد په راوتلو شکمن ياست، د کورنۍ ټول غړي او څاروي د دې غازو د رامنځته کېدو د سرچينې او ځاى څخه  تازه هوا ته ولېږدوئ. که چيرې تاسو د کاربن مونو اکسايد په مسموم کېدو شکمن ياست، د روغتيايي مرستې د ترلاسه کولو لپاره بايد ژر تر ژره  د روغتون
بېړنۍ څانګې ته ورشئ.