په کندهار کې د واکسيناسيون مرکز

روغتیا
Typography

kandahar-vaccination-center

په کندهار ولايت کې د سهيل زون د واکسين د لومړي مرکز د بنسټ ډبره کيښودل شوه. ددې مرکز د پرانيستو په مراسمو کې د کندهار د سرپرست والي توريالي ويسا او ددې ولايت د عامې روغتيا د مشر ډاکتر عبدالقيوم پخلا په ګډون زياتو چارواکو ګډون کړي وو.

په لومړي ګام کې به له دې مرکز څخه چې د کندهار د روغتيايي علومو د انستيتوت تر څنګ په درې جريبه ځمکه او دريو پوړونو کې جوړيږي، د ماشومانو د واکسين لپاره ګټه واخستل شي. همداشان د واکسين له دې مرکز څخه به د کندهار د روغتيايي علومو محصلينو ته  د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کيدو لپاره هم کار واخيستلاي شي. 
د واکسين ددې مرکز په جوړيدو کې د يونيسف نړيوال سازمان مهمه ونډه لري.