18
السبت, تشرين2

د سينه بغل واکسين ‏

روغتیا
Typography

pneumonia1

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې هر کال په هېواد کې څه نا څه 150 زره ماشومان د سينه بغل په ناروغي اخته کېږي او دا وزارت اټکل کوي چې لږ  ‏تر لږه 30 زره ماشومان د پنځو کلونو عمر ته تر رسېدو وړاندي ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي. ‏


که څه هم هر څوک کېداى شي په دې ناروغۍ اخته شي  خو دا ناروغۍ په وړو ماشومانو، سپين ږېرو او په هغو کسانو کې چې د اوږدې ‏ناروغۍ له امله کمزوري شوي وي، تر نورو زيات په دې ناروغۍ اخته کېږي. همداشان دا ناروغي په سړه هوا کې ډېره معموله ده. ‏
سينه بغل څه ته وايي؟
‏ سينه بغل د سږو  د يوې يا ټولې برخې پاړسوب ته وايي. دا ناروغي د مايکرو ارګانيزمونو  لکه ويروسونو، باکټريا، فنجي او پارازېټونو له امله ‏رامنځته کېږي. سينه بغل له يوه کس څخه بل ته هغه مهال خپريږي چې يو کس نوموړی مايکروارګانيزمونه  چې په هوا کې شتون لري تنفس ‏کړي  په تېره بيا که چيرې په دې ناروغۍ اخته کس وپرېنجېږي او ټوخى وکړي.‏
د دې ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟
په سينه بغل د اخته کسانو نښې نښانې لکه ريږديدل، تبه، د سينې خوږ، ټوخى او په ستونزو سره ساه اخستل دي. دغه نښې نښانې والګي ته ‏ورته دي، خو  په سينه بغل اخته کسان څه نا څه په پرله پسې توګه ټوخى کوي.‏
په لومړيو کې ټوخى وچ وي خو ناروغ  ډېر ژر بلغم لرونکى ټوخي باندى پيل کوي. د ناروغ ساه اېستل لنډ او ژر وي. ناروغ کس ښايي ژر ژر ‏ساه وباسي او کېداى شي د هغه شونډې او نوکان شين رنګه شي. ناروغ په سخته سره ساه اخلي او توخله کوي. همدا شان کېداى شي په ‏ناروغ کې د خولې پخېدل هم ترسترګو شي.‏
که چيرې والګۍ په تاسو کې دوام مومي او يا هغه نښې نښانې چې وړاندي وښودل شوې، وليدل شي، اړينه ده څو  ژر تر ژره روغتيايي ‏مشوره ترلاسه کړئ.‏
څرنګه کولاى شو  په سينه بغل ناروغۍ د اخته کس درملنه وکړو؟
د سينه بغل درملنه نظر په عواملو  توپير لري. باکتريايي سينه بغل چې يو تر ټولو  معمولي ډول سينه بغل دى چې کولاى شو هغه د انتي ‏بيوتيکو په اخستلو   او  نورو  درملو  لکه د ټوخي او  د خوږو  ضد درملو  په مرسته درملنه کړو. په سينه بغل ډېرى اخته کسان په کور کې درملنه ‏کېږي، خو ځينې ناروغان د لازيات درملنې  لپاره بايد په روغتون کې بستري شي. ‏
څرنګه کولای شو د سينه بغل مخنيوی وکړو؟
په والګي باندې د اخته کېدو  د مخنيوي په خاطر، په سړه هوا کې تودې جامې واغوندئ. والګى په سپين ږيرو او ناروغو کسانو کې کېدى ‏شي په سينه بغل بدل شي. ‏
د ميکروبونو  د خپرېدو  او مخنيوي چې د والګي، زکام او د سينه بغل په شان د ناروغيو لامل کېږي تر ټولو  ښه لار  د لاسونو  پرېمنځل دي.‏
سګرټ مه څکوئ!  هغه کسان چې سګرټ څکوي او  همدا شان د هغوى ماشومان تر نورو زيات د سينه بغل د اخته کېدو د خطر سره مخ ‏دي.‏
د افغانستان اسلامي جمهوری دولت  په دې وروستيو کې  تر يوه  کال د لږ عمر  ماشومانو  د مړينې د کموالي لپاره د سينه بغل واکسين ‏پروګرام پيل کړيدی. دا واکسين په وړيا ډول هېوادولو ته وړاندي کېږي. په يوه خبر پاڼه کې چې د عامې روغتيا وزارت، د روغتيا نړيوال ‏سازمان او  د ماشومانو  لپاره د ملګرو ملتونو  وجهي صندوق لخوا خپره شوېده راغلي دي چې د معافيت  دا پروګرام د واکسين د نړيوالې ‏ټولنې په مرسته پلې کېږي. ‏
د افغانستان دولت او  نړيواله ټولنه په ګډه د دې پروګرام لګښت ورکوي.‏