یو افغان ډاکټر د هډوکو د ماتېدو د درملنې لپاره د یوې وسیلې په جوړېدو بریال شوی‎دی

روغتیا
Typography

dr-sadat

یو افغان ډاکټر د پولیسو د ۳۰۰ بستر په روغتون کې د هډوکو د ماتېدو د درملنې لپاره یو پرمختللۍ وسیله جوړه کړي چې تر اوسه توانېدلی دی چې د هېواد د ملي پولیسو د ۱۸ تنو افسرانو لاس او پېښې چې د جګړې په جریان کې مات شوي وو د هغوي درملنه کړې ده.

دغه ډاکټر وايي چې دغه وسیله یې له شپږو کلونو کوښښونو او طرحې څخه وروسته جوړه کړې ده او دغه وسیله په نړۍ کې ساری نه لري.د دغې وسیلې څخه په ګډې اخیستنې د هغو ټپیانو پېښې او لاسونه درملنه کېږي چې د ماینونو په چاودنې او په جګړو کې ټپیان شوي دي.د دغې وسیلې طرحه کوونکی ډاکټر صفي الله څرګنده کړه:" ټولې څلورې ګټورې عملیې چې د ټپیانو د ماتېدو د درملنه په جریان کې مو اړتیا درلوده د دغې وسیلې په واسطه د هغوي درملنه کېږي او په نړۍ کې د دغه شان ناروغیو د درملنې لپاره هېڅ وسیله شتون نه لري."له دې وړاندې په نړۍ کې هم دا شان وسیله وه، خو د دغې وسیلې په واسطه درملنه میاشتې به له دروند وزن سره به له ناروغ سره وو، خو اوس هغه پینونه چې په دغې وسیلې کې په کار وړ شوي دي هغې ته په ورته وسیلې کې لس برابره واړه استفاده شوي‎دی.هغه زیاتوي:" چې دغه وسیله کولای شوي چې د ټولو ترافیکي او جنګي پېښو له امله د هډوکو ماتېدو په ځانګړې توګه د ماینونو او مرمیو د ټپیانو د درملنې ځواب ویوونکی وي."په همدې حال کې هغه پولیس ټپیان چې د دغې وسیلې په واسطه د هغوي درملنه شوې ده د خپلې له روغتیا څخه د خوښی په څرګندولو سره ټينګار کوي چې چمتو دي چې د وطن د ساتنې لپاره د بیاځلې لپاره د جګړې ډګر ته ولاړ شي.د ملي پولیسو سرتېري ایثارالدین چې د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې د هېواد د ساتنه کوله هغه مهال کله چې د خپلو همسنګرانو د مرستې لپاره د هغوي پوستې ته وروځغاستل، چې په ماین برابر شو او یوه پښه یې له لاسه ورکړه، خو یوه بله پښه یې د دغې وسیلې په واسطه درملنه کېږې هغه له دښمنانو سره د جګړې پر دوام ټينګار کوي.هغه وايي:" کله چې روغ شوم بیا به جګړې ته ولاړ شم موږ چې له دښمنانو سره جګړه ونه کړو نو له وطن څخه به څوک ساتنه وکړي."حاجی لالی ۱۴ کاله کېږي چې د پولیسو افسر دی هغه هم د یوه ماین په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې ده او د بلې پښې د درملنې لپاره هند ته هم تللی دی او بهرنیو هم د هغه د درملنې لپاره له بېلابېلو وسیلو څخه کار اخیستی دی،خو وروسته له میاشتو له دغې وسیلې سره چې د پولیسو په روغتون کې جوړه شوې ده په دوو میاشتو کې د هغه درملنه شوې ده.حاجی لالي څرګنده کړه:"کله چې مې پښه روغه شي یوه بله پښه هم جوړوم، د بیاځلې لپاره کار ته ځم او تر څو چې ژوندی یم له هېواد څخه ساتنه کوم."قاسم هم د پولیسو سرتېری دی هغه د پکتیا په ولایت کې د مرمۍ په ګوزار ټپ پورته کړی دی خو اوس یې پښه درملنه شوې ده او د دغې څخه په ګټې اخیستنې سره په آسانۍ سره به لاره ولاړ شي.د ملي پولیسو سرتېري قاسم وویل:"د پښې وضعیت مې ډېر خراب وو اوس ښه یم او په لاره تلی شوم."ډاکټر صفي الله وايي چې په اوس مهال کې د امریکا او فرانسې هېوادونه د دغې وسیلې د جوړونې غوښتونکي شوي دي، هغه وسیله چې د جنګي ټپیانو د درملنې لپاره آسانیتاوې برابروي.هغه ټينګار وکړ چې د دغې وسیلو د جوړولو لپاره ډېر مالي توان نه لري.