22
الجمعة, آذار

د روغتيا سکتور د عوايدو د معلوماتو نوى سيسټم جوړ شو

روغتیا
Typography

د "روغتيايي سکتور د عوايدو د معلوماتو مخزن" تر نوم لاندې نوى سيسټم په داسې حال کې رامنځته شوى، چې د عامې روغتيا د نوي وزير په وينا، اوسمهال په دغه وزارت کې د عوايدو د راټولولو يو روڼ سيسټم شتون نه لري.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د ياد سيسټم د  پرانيستلو په مراسمو کې وويل، چې د " روغتيا سکتور د عوايدو د معلوماتو مخزن" د يوه اغېزناک، تل پاتې او د يوه حساب ورکوونکي روغتيايي او فساد څخه د پاک نظام رامنځته کولو په موخه جوړ شوى دى.نوموړي، چې د سلواغې مياشتې په ١٣ مه له ولسي جرګې څخه د عامې روغتيا د وزير په توګه د باور رايه تر لاسه کړې وويل، چې اوسمهال د دغه وزارت په کچه د عوايدو د راټولونې موجود سيسټم کې روڼتيا نشته او په دې برخه کې د تر لاسه شويو عوايدو په اړه، وضاحت شتون نه لري.د هغه په وينا، د روغتيا سکتور د عوايدو د معلوماتو مخزن د روغتيا سکتور د عوايدو د راټولولو په برخه کې د حساب ورکولو او روڼتيا تامينوي او ګټه اخيستونکو سره مرسته کوي، څو د روغتيا په برخه کې د عوايدو د اندازې او سرچينو په اړه معلومات تر لاسه کړي.نوموړي زياته کړه: " دا سيسټم د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په نوښت رامنځته شوى او د روغتيا له سکتور څخه د هرې تر لاسه شوې افغانۍ مديريت به په ښه او حساب ورکوونکي ډول تضمين کړي او د موضوع اهميت ته په کتو سره د ماليې وزارت د ګمرکاتو او د عوايدو له رياست سره په همغږۍ مو د عوايدو د معلوماتو مخزن بنسټ ايښى دى." فيروز څرګنده کړه، د دولت عوايد، بهرنۍ مرستې او د کورنيو شخصي لګښتونه هغه موارد دي، چې په هېواد کې يې له مخې روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي. هغه وويل: " د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ١٣٩١ لمريز کال کې د روغتيا په برخه کې د هر کور شخصي لګښتونه شاوخوا ٧٣ سلنه، د دولت لګښتونه ٦ سلنه   او د روغتيا په برخه کې بهرنۍ مرستې ٢١ سلنه ټول لګښتونه جوړول. دغه شمېره د دې ښکارندويي کوي چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول د کورنيو په شخصي لګښتونو او بهرنيو مرستو پورې تړلي دي." هغه وويل، افغانستان په تېره لسيزه کې د روغتيا په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.نوموړي زياته کړه، د بېلګې په ډول له ١٣٨٧ کال وړاندې په هرو دوو ساعتونو کې د ولادت پر مهال پنځو مېرمنو ژوند له لاسه ورکاوه، خو دا شمېره اوس په يوه ساعت کې يوې مېرمنې ته راټيټه شوې ده.هغه وويل، چې دغه ټولې لاسته راوړنې به له مالي ملاتړ پرته دوام ونه کړي.د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت تېر  کال ٦٢ ميليون افغانۍ او په روان کال کې ٧٢ ميليون افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.سرچينه زياتوي، چې د روغتيا په برخه کې د شرکتونو حق الامتياز، خصوصي روغتونونه او خصوصي درملتونونه، د دولتي روغتونونو له لوري د يو شمېر خدمتونو لکه د وينې د ګروپ معلومول، لابراتوارونه، د دغه وزارت د دوکانونو او کانټينونو کرايې، د شخصي معاينه خونو جواز، د سرغړونکو روغتيايي مرکزونو جريمه او داسې نور مدارک د دغه وزارت له عوايدو شمېرل کېږي.د دغه وزارت چارواکي وايي، چې له دې پرته نور پروګرامونه هم په پام کې لري چې له مخې به يې د دغه وزارت عوايد لوړ شي.