مزاري وايې زما موخه د میندو ژوند ژغورنه ده

روغتیا
Typography

د سمنګانو ولایت په حضرت سلطان اولسوالۍ د روغتیايې مرکز قابله ډیره خوښه ښکاریدله. او دا ځکه چې هغي په خپلو لاسونو کې نوې زیږیدلې ماشوم نیولې او د لنګون د خوني څخه بیرون راووتله. دا د هغي په تیرو دوه میاشتو کې ۱۷ زیږیدون وو چې د هغي په مرسته وشو. په نورو دوه زیږیدونو کې همدې روغتیايې مرکز قابلی زرپاڼي هغي سره مرسته او لارښونه کړي وه.

آغلی مزاري د هغو ۲۱ میرمنو څخه ده چې دوه میاشتي وړاندي د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د ټولنیزو قابله ګانو د دوه کلنو زده کړو څخه فارغه شوه. هغه د تیرو دوه میاشتو راپدیخوا د حضرت سلطان اولسوالۍ په روغتیايې مرکز کې دنده پرمخ وړی. باید ووایو چې حضرت سلطان د سمنګانو مرکز ایبک څخه په څه کم دیرش کیلو میترۍ کې د مزار شریف په لویه لار پرته اولسوالي دهد افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د تیر ۲۰۰۴ کال څخه راپدیخوا قابله ګاني روزي. هغه میرمني چې د سویډن کمیتې د قابله ګي د زده کړو څخه فارغه شوي په لغمان، میدان وردګو، سمنګان، سرپل، کندوز، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايې خدمتونو سره سره میندو سره د ماشومانو په زیږیدون کې مرسته کوي.په دغه کلونو کې سویډن کمیتې لخوا د کندوز، میدان وردګو، سمنګان، سرپل او لغمان ولایتونو کې ۲۶۰ میرمني د قابله په توګه روزل شوي دي. د میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د قابله ګي د زده کړو په نوي ټولګیو کې ۵۰ میرمني شاملي شوي او په سمنګانو کې د کاندیدانو انتخاب روان دې.د حضرت سلطان اولسوالۍ روغتیایې مرکز ته چې مونږ ورسیدلو نو آغلی مزاري حقیار د زیږیدون په خونه کې وه. چیرته چې هغه یوي میرمن سره د ماشوم په زیږیدلو کې مرسته کوله. کله چې ماشوم وزیږیده نو آغلی مزاري هغه ماشوم په غیږ کې نیولې د خوني راووتله او د میرمن د کورنۍ غړو ته چې هلته په انتظار ناست وو، د ماشوم د پیدایښت څخه يې خبر کړل. د کورنۍ غړو سمدستي هغه ماشوم د عنایت الله په نوم ونوماوه.آغلی مزاري د ایبک ښار سره نږدي د لرغان په نوم د یوي کلی اوسیدونکي ده. مونږ سره په خبرو کې هغي وویل چې هره ورځ د شپیتو خواوشا میرمني دې کلینک ته راځي او هره اونۍ د دولسو تر پنځلسو زیږیدني کیږي. دوه ورځي وړاندي هغي په مرسته د شپږو اولادونو یوي مور یو ماشوم وزیږوه.ولی تاسی د قابله ګي زده کړو ته مخه وکړه؟ زمونږ د پوښتنی په ځواب کې هغي وویل چې زما د پریکړې ترشا زمونږ په کورنۍ کې پیښیدونکي یوه پیښه وه. زما یوه کاني د زیږیدون په مهال خپل ژوند د لاسه ورکړې وو. د هغي دوه اولادونه وو، چې دواړه په کور کې پیدا شوي وو خو د دریم ماشوم د زږیدلو په وخت يې ژوند دلاسه ورکړ. زه نور نه غواړم چې میندي د لنګون په وخت ژوند د لاسه ورکړي.د آغلی مزاري کورنۍ د سیمی د نورو اوسیدونکو په پرتله ډیره کوچنۍ ده. هغه یواځینۍ نجلۍ او دوه ورونه لري چې دواړه یې په ښوونځي کې درس وايې. مزاري وویل چې مشر ورور يې په دولسم او کشر یې د اوم ټولګي زده کونکی دې.هغه د اکتوبر ۲۰۱۲ کې د قابله ګي په ښوونخي کې شامله شوه او دوه کلني زده کړي سرته رسولو سره د یوي مسلکي قابلي په توګه فارغه شوه. هغه به د حضرت سلطان اولسوالۍ په روغتیايې مرکز کې د پنځو کلنو پورې کار کوي.میندي ولی د لنګون په وخت کلینک ته لاړي شي؟ آغلی مزاری ددې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په یوه روغتیايې مرکز کې لنګون د میرمنو روغتیا لپاره خورا مهم دې. دا ځکه چې په کلینک کې د میرمني د ژوند ژغورلو په موخه طبی مرسته کیږی خو په کاله کې د هغي ژوند په خطر کې وې، لکه څرنګه چې زما د کاکا ښځه مړه شوه.هغي وویل چې د خپل کارونو څخه راضی ده. د هغي په وینا د هغي دنده مهمه ده چې د میندو او ماشومانو ژوند ژغوري. دوه ورخې وړاندې هم د مزاري په لاسونو کې یوي مور ماشوم زیږولې وو. نن هغي کورنۍ هغه ماشوم د واکسیناسیون لپاره راوستې وو. دغه ماشوم حبیب الله نومول شوې وو. آغلی مزاري په ډیره خوښۍ دا ماشوم په غیږ کې ونیوه او دا وخت ډیره خوښه ښکاریدله.آغلی مزاری روغتیايې مرکز ته په اونۍ کې د شپږو ورځو لپاره د سهار په اتو بجو راځي او د غرمنۍ او د لمونځ لپاره د یو ساعت وخت لرلو سره د مازدیګر د څلورو بجو پوري کار کوي. خو مازدیګر کور ته رسیدلو سره بیا هم هغه د آرام لپاره وخت نه لري دا ځکه چې په کور کې ورته یو شمیر امیندواره میرمني او نوري ښځینه ناروغاني ورته په تمه ناستي وي. دوي د مزاري څخه د روغتیايې خدمتونو او مشورو لپاره راغلي.په افغانستان کې قابله ګانو ته د درې سوه تر اوه سوه امریکاي ډالر میاشتینې معاش ورکول کیږي. ټول روغتیايې مرکزونه د سیمي او کلیو د واټن په بنیاد درجه شوي دي. په نږدي سیمو کې یوه قابله دري سوه امریکاي ډالر معاش اخلي خو په لیري پرتو سیمو کې دا معاش تر اوه سوه امریکاي ډالرو پورې لوړیږي. باید ووایو چې معاش په افغانیو ورکول کیږي.آغلي مزاري وايې چې معاش زما لپاره مهم نه دې. زما د ژوند یوه موخه ده او هغه د میندو ژوند ژغورل دي.اګرچه په تیرو څو کلونو کې د میندو په روغتیا کې ستر بدلون لیدل شوی خو بیا هم د افغان اولس لپاره د مور او نوي زږیدلي ماشوم روغتیا او د میندو خوندي ژوند لپاره د آسانتیاوو نه شتون اوس هم یو ستر ګواښ لیدل کیږي. د قابله ګانو په اړه په ۲۰۱۴ کال کې خپور شوي یوه راپور د قابله ګانو شتون، منل او د دغه مسلک کیفیت د یوي ننګوني په توګه ګڼل شوي او په راتلونکو پنځلسو کلونو کې د شپیته سلنه اړتیاوو د پوره کولو لپاره پدې برخه کې د څلور برابره زیاتوالي سپارښتنه شوي ده.د عامي روغتیا چارواکي دا ادعا کوي چې افغانستان د قابله ګي په مسلک کې په سیمه کې تر نورو هیوادونو مخکې دې او د میندو د مرګ په کمښت کې د یو مودول په توګه دې خو بیا هم د ۴۶۰۰ قابله ګانو شتون د میندو او نوو زږیدلو ماشومانو د روغتیا یواځي ۲۳ سلنه اړتیا پوره کوي. باید دا هم ووایو چې په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د میندو روغتیا کې د ښه والی راوستلو په موخه د قابله ګي مسلک څخه یو ستر ملاتړ کونکې ګڼل شوې دې.