لسګونه ماشومان د درملنې په موخه المان ته ولېږل شول

روغتیا
Typography

ailling-children

د افغاني سرې مياشتې ټولنې، ٧٩ ماشومان د درملنې په موخه د المان هېواد "د سولې ښارګوټي" ته ولېږل او له دغه سازمان سره ١٧ عرادې لنډکروزر موټر هم مرسته شوي دي.

د افغاني سرې مياشتې چارواکو او د دغو ماشومانو د کورنيو غړو په يوه ګډه مطبوعاتي ناسته کې چې تیره ورځ په کابل کې تر سره شوه وويل، چې له افغانۍ سرې مياشتې سره د المان د ١٣٦٨ لمريز کال د تړون له مخې، هغه ماشومان چې په المان کې يې د درملنې امکان شتون ولري، ياد هېواد ته ولېږل شي.د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د نړيوالو اړيکو او خپرونو مشرې صارمه افضلي وويل، چې د المان د سولې کلي ته د دغو ماشومانو د لېږد په ٧١ مه لړۍ کې، ٧٩ ماشومان چې په بېلابېلو ناروغيو اخته دي، لېږل کېږي.مېرمن افضلي زياته کړه: " المان کې د دغو ماشومانو درملنه به تر هغه مهال پورې دوام ولري چې د ناروغانو روغتيايي حالت ښه شي او ترڅنګ به يې د ناروغانو کورنيو په دې اړه هم زده کړې ورکړل شي، چې خپلو کورونو ته له ستنېدو وروسته د خپلو ناروغانو څرنګه پالنه وکړي."د سرې مياشتې ټولنې د نړيوالو اړيکو مشرې په وينا، د ماشومانو د درملنې او د هغوى د لېږد په برخه کې به هيچا ته هم لومړيتوب ورنه کړي، هر ماشوم چې په هېواد کې يې درملنه امکان ونه لري، له دې پرته چې په کومې کورنۍ پورې اړوند دى، پيسې لري يا نه؛ المان ته ولېږل شي.د سرچينې د معلوماتو له مخې،  د " المان د سولې کلي" ډاکټران په کال کې دوه ځلې (زمري او سلواغې مياشت) کې د ناروغو ماشومانو د تشخيص او المان ته د دوى د لېږلو لپاره کابل ته راځي.صارمه افضلي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې د هر ماشوم د درملنې لګښت ٦ زرو يورو ته رسيږي، زياته کړه چې تر اوسه پورې د سولې دغه کلي ته د افغاني سرې مياشتې له لوري ٤ زره ماشومان لېږل شوي او له درملنې وروسته بيرته هېواد ته راستانه شوي دي.يوولس کلنه نارون د دغو ماشومانو له ډلې ده، چې د وريو د هډوکو د ماتېدو په ناروغۍ اخته ده، چې په ډېرې سختۍ سره يې ساه اخيسته.د نارون مور پژواک ته وويل، چې لور يې درې ځلې المان ته وړل شوې، له نيکه مرغه د تنفس اخيستو لار يې ورته خلاصه کړې او اوس هيله لري، چې لور به يې په بشپړ ډول روغتيا ومومي. هغې، د ماشومانو د درملنې په اړه د افغاني سرې مياشتې ټولنې له چارواکو او له المان هېواد مننه وکړه. د حسيب الله په نوم يوه بل يوولس کلن هلک چې د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى او په خپله امسا يې تکيا کړې وه، پژواک ته وويل، چې پښه يې ماته وه، څو ځلې يې عمليات کړه، خو نه يواځې چې درملنه يې ونه شوه، بلکې ډاکټرانو ورته ويلي چې د پښې هډوکى يې تور شوى دى.هغه زياته کړه، چې اوسمهال يې د افغاني سرې مياشتې ټولنه د غورې درملنې په موخه المان ته لېږي. د يوه بل خبر له مخې، د سرې مياشتې نړيوال فدارسيون او د کاناډا هېواد سرې مياشتې، له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره ١٧ عرادې لنډکروزر موټرو مرسته کړې ده. د هر يوه موټر ارزښت ٢٥ زره ډالر دى، چې د ټولو موټرو  ارزښت ٥٠٠ زره ډالرو ته رسيږي. د سرې مياشتې ټولنې مرستيال محمدظاهر، په نننۍ خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل: " له دغو موټرو څخه به په زيان لېدونکو ولايتونو کې د پېښو د ځواب ويلو او نورو روغتيايي برخو کې ګټه پورته شي." هغه زياته کړه، کاناډا ژمنه ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغاني سرې مياشتې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په برخه کې ١٥ ميليون ډالره مرسته وکړي.