پيغله سامانه د پوځ د ډاکټرانو په مرسته په پښو ودرېده

روغتیا
Typography

ana-doctors-enabled-girl-1

د ملي اردو  ډاکټرانو  د يوې داسې نجلۍ  درملنه وکړه چې په پښو او لاسو  په لاره تلله.

21 کلنه سامانه د هرات ولايت اوسيدونکې ده چي له دې وړاندې هيڅ وخت نشوای کولای په خپلو پښو په لاره وګرځي. پخپله سامانې او  کورنۍ يې دا هيله نه درلوده چې نوموړې به وګرځيدای شي. دا نجلۍ د شهيد سردار محمد داود خان په روغتون کې له داکټر محمد اسماعيل وردګ او  د هغه له روغتيايي ټيم څخه مننه کوي. نوموړې وايي:“ نه پوهيږم چې څنګه او  په کومه ژبه ددې روغتون له ډاکټرانو  مننه وکړم. اوس کولای شم وګرځم او د نورو په شان له ژونده خوند واخلم. ما خپله هيله له لاسه ورکړې وه ځکه هر وخت به چې داکټرانو  ته ورتلم راته  به يې ويل چې ستا درملنه نه کيږي  او دې خبرې ډېره ناهيلې کړې وم.”
د شهيد سردار محمد داود خان د روغتون د يوه داکټر محمد اسماعيل وردګ په وينا، د اورتوپيدي د برخې له کورنيو او بهرنيو  ډاکټرانو  سره تر سلا مشورې وروسته او د څو  ډوله معايناتو  او  اکسرې په بشپړولو سره ، پر سامانې جراحي عمليات ترسره شو.

ana-doctors-enabled-girl-2


داکټر وردګ زياته کړه: “ دا نجلۍ له عمليات پنځلس ورځې وروسته په دې وتوانيده چې په خپلو پښو  په لاره وګرځي چې دا کار د روغتون د ټولو داکټرانو د وياړ او حيرانتيا لامل شو. آغلې سامانه به د شپږو مياشتو  څخه تر يوه کاله پورې په دې وتوانيږي چې له کومې وسيلې پرته او  په  عادي ډول وګرځي. دا عمليات زموږ روغتون ته يوه لويه لاسته راوړنه ګڼل کيږي.”
د ډاکټر اسماعيل وردګ په وينا،  د شهيد سردار محمد داود خان څلور سوه بستريز روغتون د اورتوپيدي په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري  چې بيلګه يې په ګاونډيو هيوادونو کې نه ليدل کيږي.  دا روغتون همدارنګه په پرمختللو وسايلو سره  د پوځ د ټپي او ناروغو سرتيرو  ښه درملنه کوي.”
د ياد روغتون چارواکي د غوره روغتيايي خدمتونو د وړاندې کېدو او د مسلکي داکټرانو په درلودو وياړي.
د سامانې مور فاطمه له دې چې لور يې په خپلو  پښو ګرځي ډيره خوښه ده.  د فاطمې سترګې په داسې حال کې چې له اوښکو ډکې وې آزادۍ غږ مجلې ته وويل:“ زه يوه مور يم او له دې چې لور مې نشوای ګرځيدای ډيره ځوريدم.
په خپلو داکټرانو او د ملي اردو پر طبي پرسونل وياړم چې زما لور ته يې ژوند آسانه کړ.  اوس هغه کولای شي د ټولنې د نورو  وګړو  په شان له ژونده خوند واخلي او په لاره وګرځي.”