د ماشومانو د ګوړڼ د پسرلني واکسین پېر په ټول هېواد کې د درې ورځو لپاره پیل شو

روغتیا
Typography

polio-vaccination2

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې پېر کې اووه میلیونه او ۶۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه ېې تر پنځو کلونو کم وي د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین ېږي او ۶ میلیونه او ۶۰۰ زره ماشومانو ته د ویټامین"ای" کپسول ورکول کېږي.

د ماشومانو د گوزڼ د واکسین دا پېر به په ۲۸ ولایتونو کې پلی شی او یو شمېر ولایتونه او ولسوالۍ به د نا امنیو او د هوا د سړښت له امله له دغه بهیر څخه پاتې شي.د عامه روغتون وزیر فیروزالدین فیروز څرګنده کړه:"د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړولو لپاره په هېواد کې د ګوزن واکسین د تطبیق لپاره د ناامنیو ولسوالیو په پولو کې دنده ورکړل شوې چې د کمپاین په ورځو او له کمپاین څخه وروسته د واکسین په تطبیق به بوخت وي چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کې ۲۶۸ زره و ۳۲۱ماشومانو ته د هېواد په جنوبي، جنوب ختیځ او خیتځو حوزو کې تطبیق شي."د ګوزڼ د واکسین د دغه پېر لګښت کابو شپږ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالره اټکل شوی دی چې دا پیسې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا ورکول کېږي.په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارد په دې اړه څرګنده کړه:" د دغه پروګرام اصلي موخه په افغانستان کې د ماشومانو د فلج یا د ګوزڼ ناروغۍ بشپړ لمنځه وړل دي، او موږ هیله لرو چې په راتلونکو کلونو کې وتوانېږو دا ناروغي له افغانستان څخه په بشپړه توګه لمنځه یوسو."د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په ډېرو هېوادونو کې په بشپړه توګه لمنځه تللې ده خو په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې تر اوسه هم دا ناروغي شته.په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په لغمان، کنړ، ننګرهار، ارزګان، خوست، فراه، پکتیکا، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۷ پېښې ثبت شوي دي.خو د ۲۰۱۵ زیږدیز کال له پیل څخه تر اوسه د ګوزڼ ناروغۍ یواځې یوه مثبته پېښه په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده،.