د افغانستان په سویل ختیځ کي د ګوزڼ د لمنځه وړلو کمپاین

روغتیا
Typography

polio-vaccination2

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ګوزڼ د ناروغۍ څخه د معافیت کمپاین چې لږ ترلږه به یو میلیون ماشومان د افغانستان په سویل ختیځ کي د دی فلج کونکې ناروغۍ معافیت حاصل کړي، اوس مهال دوام لري.

دغه کمپاین تیره اونۍ د عامی روغتیا وزارت له خوا د یونیسف او د روغتیا نړیواله موسسه ( WHO) په تخنیکي او مالي مرسته په لاره واچول شو او  په پام کي ده چې پکتیا، پکتیکا، خوست او د غزني ولایت ځیني ولسوالۍ تر پوښښ لاندي راولي.د کمپاین په بهیر کي به د ۵۰۰۰ نه زیات صحي کارکونکې کور په کور به له کورنیو سره وګوري تر څو د ګوزڼ ضد  څاڅکې او ویتامین آ د ۵ کالو څخه کم عمره ماشومانو ته ورګړي.په افغانستان کي د ګوزڼ اوسني کمپاین د نړیوالو کوښښونو هغه برخه ده ترڅو په ګډه سره د ګوزڼ ناروغۍ له دي نړي څخه محوه کړي. اوس مهال د ګوزڼ ناروغۍ یوازی په افغانستان، نایجریا او پاکستان کې شتون لري.په داسي حال کي چې د افغانستان زیاتې برخي د ګوزڼ د ناروغۍ نه پاکې دي مګر د افغانستان سویل ختيځ اوس هم ددي ناروغۍ له ګواښ سره مخ دی. تیر کال د ګوزڼ څلور پیښې په دغه سیمه کې وموندل شوي چې له هغي نه دوه  یې په پکتیکا ولایت کي، یوه په خوست ولایت او بله هغه یې په غزني ولایت کي وه.د ملګرو ملتونو مسؤلین د افغانستان دولت هغه درخواست چې د ګوزڼ ضد  واکسین د څاڅکي په برابرولو سره افغان ماشومان د دی ناروغۍ څخه وژغورل شي، تکرار کوي. همدارنګه هغوی په دیني عالمانو، د ټولنې په مشرانو، مدني ټولنو او تعلیمی ادارو باندې غږ کوي تر څو له دي بهیر سره مرسته وکړی او دغه روان کمپاین بریا ته ورسوي