18
السبت, تشرين2

وبا-وژونکې ناروغۍ

روغتیا
Typography

CHOLERA

کولرا يا وبا  د ناپاکه اوبو څخه زېږنده يوه ناروغي ده او که چېري يې په چټکه توګه درملنه ونشى، د وجود د اوبو د ضايع کېدو او د سملاسي مړينې لامل کېږي.

دغه ناروغي په ځانګړي توګه د ماشومانو، ناروغو کسانو او د پاخه عمر کسانو لپاره ډېره خطرناکه ده. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وکړای شول چې د درملو او نورو طبي مرستو په مټ  ددې ناروغۍ د خپريدو  څخه مخنيوي وکړي.

 
کولرا (وبا) څه ده؟
وبا د کولمو يوه انتاني ناروغي ده چې د ککړو خوړو او يا اوبو له امله رامنځته کېږي. وبا د اوبلن نس ناستې لامل او ډېر  ژر د وجود د اوبو د ضايع کېدو او د ناروغ د مړينې سبب کېداى شي. په دې ډول ناروغۍ کې ناروغان معمولاً کانګي هم کوي.


کولرا (وبا) ولي ډېره  په چټکۍ سره خپرېږي؟
وبا په آسانۍ سره خپرېږي او د اخته کسانو شمېر ډېر په چټکۍ سره زياتېداي شي.
په هغو سيمو کې چې د روغتيا ساتنې اصول سم په پام کې نه نيول کېږي، کېداي شي په وبا د اخته کس فاضله مواد  د څښاک د اوبو بهېر ته
د ننه شي او پاکې اوبه چې د نورو کسانو له خوا کارول کېږي، ککړې کړي.  د سيلابونو او وچکالۍ وروسته، خلک دې ته اړ کېږي ترڅو د ناپاکو  اوبو څخه د څښلو، مېنځلو او يا پخلي لپاره ګټه واخلي.  وبا په نادره توګه له يو کس څخه بل کس ته خپريدلاي شي.


په کولرا باندې د اخته کيدو په وخت کې څه بايد وکړو؟
ډيره مهمه او اړينه درملنه د بدن د مايعاتو  بيرته پوره کول د پاکو او خوټولو اوبو له لارې دي. د ضايع شوو اوبو  ژر تر ژره بيرته پوره کول، په وبا اخته د ټولو ناروغانو د ژغورنې لامل کيدلاي شي. د ګڼ شمېر ناروغانو ضايع شوي اوبه کولاي شو د مالګې  د محلول ( آو آر اس) څخه ژر تر ژره پوره کړو.  په کړکيچن حالت کې د ميکروب ضد درمل(انټيبيوټيک) څخه کار اخيستو ته اړتيا ليدل کېږي.
هغه کسان چې ددې ناروغۍ د اخته کېدو شک پرى کېږي، بايد ډاکټر او يا روغتيايې کلينيک ته ولاړ شي.

 
د خپلې کورنۍ او د ځان د خوندي ساتنې لپاره بايد څه وکړو؟
ډاډ ترلاسه کړئ چې د څښاک اوبه مو صحي او پاکې وي. ټولي اوبه چې د څښلو په موخه ورڅخه کار اخستل کېږي، مخکي له دې چې د پريمنځلو او پخلي لپاره ورڅخه کار واخستل شې، بايد د ميکروب څخه پاکي شي.  دا کار د اوبو د ايشولو،  په اوبو کې د کلورينو  د محلول د ګډولو، د لمر په واسطه د اوبو  پاکول او يا د ميکروب لمنځه وړلو په موخه د اوبو د  فلټر کولو  له لاري شونې دي.
يو د مهمو کارونو څخه دا ده چې د اودس ماتي څخه وروسته او د خوراکي توکو د برابرولو څخه مخکې، خپل لاسونه په صابون پرېمنځۍ.
همدا شان  په خوندي توګه د خوراکي توکو چمتو کول او ساتنه ډېره مهمه ده.
له هغه ځايه چې د وبا ناروغۍ په نادره توګه د يوه کس څخه بل کس ته سرايت کوي، اړينه ده  هغه وخت چې د يو ځاي څخه ليدنه کوي چې د هغه ځاي خلک په دې ناروغۍ اخته دي، خپل لاسونه پريمينځى. تر ټولو  مهمه  لار چې وکولاي شئ خپل نوي زېږيدلي ماشومان له نس ناستي څخه وژغورئ دا دى چې هغوي يوازې د مور شيدو له لارى تغذيه کړئ.