ولسي جرګې د روغیتا په قانون کې تعدیل راوست،د دولتي روغتونونو ځینې چوپړتیاوې به د پیسو په بدل کې وي

روغتیا
Typography

voting-parliament

ولسي جرګې د عامه روغتیا په قانون کې تعدیل راوست،د دغه تعدیل په نبسټ له دې وروسته په دولتي روغتونو کې د چوپړتیاو مهمې برخې به د پیسو په ورکړې سره ترسره شي.

د دغه تعدیل په بنسټ دولتي روغتونونه ناچاره دي تر څو په روغتونونو کې د وړتیاو د لوړولو او د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي چوپړتیاو لپاره هڅې وکړي.
په هېواد کې د معیاري روغتونونو نه شتوالی د دې لامل شوی دی ترڅو د ورځې په لسګونه افغانان د درملنې لپاره ګونډیو هېوادونه ته ولاړ شي له همدې امله د هېواد د خلکو ډېرې پیسې په دغې لړۍ کې لګول کېږي.
اوس د ولسي جرګې غړو د عامه روغیتا په قانون کې د تعدیل په راوستو سره پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته د روغتیايي اړینې چوپړتیاوې لکه د عملیاتونو او معایناتو ترسره کول به په دولتي روغتونونو کې د پیسو په ورکړې سره به ترسره شي.
د جوزجان د خلکو استازي عنایت الله بابر فرهمند ټینګار وکړ: "د دغه تعدیل په نبسټ د ټولو روغتونونو دویم او دریم ډوله چوپړتیاوې به د حق الزحمه په بدل کې ترسره شي ".
یو شمېر استازې د دغو تعدیلاتو راوستل د اساسي قانون په خلاف بولي،د اساسي قانون د ۵۲ مادې په بنسټ په دولتي روغتونونو کې روغتیايي چوپړتیاوې د هېواد د ټولو وګړو لپاره یو شان ویل شوي دي.
د بلخ د خلکو استازی فرهاد په دې اړه وايي: "په هغو روغتیايي ادارو او موسسو کې چې په دولت پورې تړاو لري د هر ډول حق الزحمه اخیستل د هېواد د اساسي قانون سره په ډکر کې دي"،
د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست زیاته کړه:"د بلېګې په توګه د یوه کس ونه یو متر دی او هغه رخت چې موږ یې لرو ۹۰سانتي ده موږ نه شو کولای چې د هغه پښې پرېکړو دا ځکه چې د هغه ونه د رخت په اندازه نه ده،موږ نه شو کولای د خپل اساسي قانون څخه سرغړونه وکړو دوي دلایل راوړي چې روغتونه امکانات نه‎لري".
د عامې روغتیا قانون په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د ولسي جرګې له خوا په اتو فصلونو او ۳۴ مادو کې تصویب شوی دی،خو د دغې طرحې تعدیل تېر کال د عدلیې وزارت له خوا ولسي جرګې ته تصویب لپاره استول شوی وه چې په دغې ناسته کې دغه تعدیل د دغه قانون په دویمې ماده کې راوړل شوی دی.