په یوه بریالي جراحي عملیات کې افغان ډاکټر یو ۱۵ کلن ځوان یې پر ګرځېدو قادر کړ

روغتیا
Typography

د سردار محمد داوود خان د روغتون یوه رنځور پوه له یوه نه منوونکي جراحي عملیات سره د یوه ۱۵ کلن معیوب ځوان درملنه وکړه.

رنځورپوه عبدالولي عشرت احمدزی وايي چې دغه ځوان د غور ولایت اوسېدونکی دی او له مور څخه معیوب زېږېدلی دی، هغه د طالبانو په رژیم کې خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې ده.دغه ۱۵ کلن ځوان حیدر نومېږي او د غور ولایت اوسېدونکی دی هغه له مور څخه معیوب زېږېدلی دی خپل پلار،مور،وروڼه،خویندې یې د طالبانو په واکمنۍ کې له لاسه ورکړي دي.حیدر ټينګار وکړ: "کلونه مې کړېدم،کله چې دې باندې تللم دوستانو مې پر ما ملنډې وهلې او لوبې مې نه شوی کولای، ډوډۍ مې نه شوی خوړلای".حیدر زیاته کړه:اوس کولای شم چې په لاره ولاړ شم او درس ولولم، ډوډۍ خوړلای شم او کولای شم فوټبال وکړم".د حیدر یوه خپلوانه وایي چې د هغه له درملنې څخه نهیلي شوي و او ایران او پاکستان ته هم نوموړی د درملنې لپاره تللی و خو د هغه د درملنې لپاره یې ډېرې پیسې نه لرلې.د حیدر د کاکا مېرمنې په دې اړه وویل: "حيدر خپله ټوله کورنۍ د طالبانو په واکمنۍ کې په بامبانو کې له لاسه ورکړه،وروسته موږ هغه له ځان سره غور ته راوست،د مور له رحم څخه معیوب وه.دغو ډاکټرانو ته دې خدای خیر ورکړي.ډاکټر ولي احمدزي د هغه درملنه وکړه".دا لومړی ځل نه دی چې د سردارمحمدداوود خان روغتون ډاکتران یو ځوان چې له مور څخه معیوب زېږیدلی وژغوره، له دې مخکې هم د نوموړي روغتون ډاکترانو یو بل د حیرانتیا وړ عملیات ترسره کړی و او یوه نجلۍ چې ۲۱ کاله په پښو نشواي درېداي له درملنې څخه وروسته وتوانېده چې په خپلو پښو ودرېږي.