هلمند کې سره صليب ٣٦٠٠ تنو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي

روغتیا
Typography

atrtificial-legs

په هلمند ولايت کې د سره صليب مسوولين وايي چې په روان کال کې د جګړې د ډيروالي له امله يې يواځې په دې ولايت کې  ٣٦٠٠ تنو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.

په هلمند ولايت کې د سره صليب ولايتي مشر احمد باسل حلاق د زمري په ١٣مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې په تېرو شپږ کلونو کې دې دفتر په هلمند ولايت کې د جګړې څه د پاسه ٦ زرو قربانيانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.خو د هغه په وينا، سږ کال په دې ولايت کې د جګړې کچه څو برابره لوړه شوې چې له امله يي د سره صليب روغتون ٣٦٠٠ تنو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي.ده زياته کړه : (( که چېرې  جنګونه همداسې دوام  وکړي، د کال  تر پايه به دغه شمېره څو برابره نوره هم لوړه شي.))د حلاق د معلوماتو له مخې، په هلمند کې د سره صليب دفتر په تېر يو کال کې له ١٣ سوه کورنيو سره د خوراکي توکيو مرستې کړي او دوه سوه امنيتي سرتېرو ته يې د جګړې د اصولو په اړه زده کړې ورکړې دي.هغه دا هم وويل چې په همدې موده کې د سره صليب کارکوونکو د جګړې له ډګر څخه څه د پاسه دوه زره ټپيان او پنځه سوه مړي پورته کړي دي.ده د جګړې له ښکيلو لوريو غوښتنه وکړه چې د جګړې پرمهال ټول اصول په پام کې ونيسي ځکه دغه اصول تر اوسه نه دي مراعات شوي.په ياده غونډه کې د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار وويل چې د سره صليب دفتر بايد دې ولايت کې خپلو فعاليتونو ته نوره هم  پراختيا ورکړي.هغه وويل چې په لښګرګاه ښار کې د سره صليب دفتر ته يې ځمکه ورکړې ترڅو ځانګړې ودانۍ په کې جوړه کړي.رسوليار ژمنه وکړه چې امنيتي ځواکونه به د سره صليب د کارکوونکو د امنيت په ساتنه او د جګړې اصولو په مراعاتولو کې پوره هڅې وکړي.دغه راز د سره صليب د معلولينو د درملنې او مصنوعي غړو د جوړېدو څانګې مسوول ډاکټر عصمت الله قاضي زاده پژواک ته وويل چې د جګړې قربانيانو او  ګوزڼ وهلو کسانو ته دوى د بدن مصنوعي غړي جوړوي.د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا سل تنه ناروغان دوى ته مراجعه کوي چې ډيرې يې د جګړې قربانيان دي.د قاضي زاده په خبره، د سره صليب دفتر امکانات لري او کولاى شي چې ناروغانو ته په وخت سره رسېدنه وکړي.د سره صليب په روغتون کې معلول محمد رسول پژواک ته وويل : (( په موسى کلا ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې مې پښه له لاسه ورکړه او ګرځېدل راته ډير ستونزمن و، خو د سره صليب خدماتو نه  خوښ يم ، پښه يې راته جوړه کړې اوس سم ګرځېدلى شم.))افغان امنيتي چارواکي هم وايي چې سږ کال  د هلمند ولايت په ګډون په ټول هېواد کې د نا امنيو کچه د تېرو کلونو په پرتله څو برابره لوړه شوې ده.