هېودوالو د کابل په بریدونو کې ټپيانو ته ۲۵۰ زره سي سي وینه ورکړه

روغتیا
Typography

blood-donor

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د جمعې ورځې له پیل څخه تر اوسه د هېواد وګړو څه باندې ۲۵۰ زره سي سي وینه د کابل د وروستیو بریدونو ټپیانو ته ورکړه او دغه بهیر په پلازمېنې او ولایتونو کې دوام لري.

یو شمیر ښاریان ، د مدني ټولنې فعالان او په ملي شورا کې د خلکو استازي د وینې د راغونډولو په مرکزونو کې سره یو ځای شوي او وایي چې، ترهګر د دغه شان بریدونو په ترسره کولو سره نه‎شي کولای چې د هېواد کې د پرمختګ مخه ونیسي.د مدني ټولنې غړې حمیرا قادري په دې اړه څرګنده کړه: "موږ راغلي یوو ترڅو د وینې په ورکړې سره د قربانیانو له کورنیو سره همدردي وکړو،خو امنیتي چارواکو ته زموږ پیغام دا دی که چېرې د امنیت د تأمین وس نه لري او یا خپلې دندې ته ژمنه نه‎لري له خپلو دندو څخه دې ګوښه شي ترڅو دا وضعیت نور دوام ونه لري".د کابل اوسېدونکي محمد عزیز څرګنده کړه: "موږ وغوښتل چې د کابل د ورستیو بریدونو ټپیانو ته د وینې په ورکړې سره له یوې خوا له هغوی سره همدردي او له بلخوا دښمنانو ته وښیو چې له دغه کار سره نه شي کولای چې د خلکو د پرمختګ مخه ونیسي".د ولسي جرګې لومړی مرستیال د بې ګناه خلکو وژل د دین خلاف بولي او له خلکو او سیاسي څېرو څخه غواړي چې، د وسله والو مخالفینو پروړاندې ودرېږي .د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر وویل: "موږ پوهېږو چې ریموټ کنټرول د طالبانو په لاس کې نه دی.ملاعمر ولاړ،اختر محمد منصور هم صلاحیت نه لري او ټول کارونه نور اداره کوي او دا د دولت دنده ده چې د داشان بریدونو مخه ونیسي او د هېواد ټول سیاستوال د دغه برید په وړاندې سره منسجم شي".د عامې روغتیا وزارت وايي چې د جمعې ورځې له پیل څخه تر اوسه یوازې له کابل څخه ۲۵۰ زره سي سي وینه له کابل څخه راغونډه کړې ده او دا بهیر په پلازمېنه کې دوام لري.د ویني د مرکزي بانک رییس احمد مسعود په دې اړه وویل: "موږ د نن ورځې تر غرمې څه باندې ۲۵۰ زره سي سي وینه را غونډه کړه او تراوسه له ولایتونو څخه کره شمېرې په لاس کې نه لرو او خلک تراوسه هم په ډلیزه بڼه د وینو د راغونډولو مرکزونو ته ځي".په تېرو کلونو کې د هېواد وګړو د ترهګرو په بریدونو کې ټپیانو ته د وینې په ورکړې سره د ترهګرو بریدونه غندلي. او د بې ګناه وګړو د وژنې د مخنیوي غوښتونکي دي.