د اندراګاندي د ماشومانو تشخصيه کلينيک په عصري طبي وسايلو سمبال شو

روغتیا
Typography

په کابل کې د اندراګاندي په نوم د ماشوم روغتيا روغتون تشخصيه کلينيک چې د هند په پنځه ميليون ډالري مرسته په پرمختللو طبي وسايلو سمبال شوى، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دغه روغتون پولي کلينيک د هندوستان په مرسته ورغول شو او هغه مهال ويل شوي وو چې ډېر ژر به په پرمختللو طبي وسايلو سمبال شي.د دغه مرکز د پرانيستې په غونډه کې د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله، د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز، په کابل کې د هند سفير امر سينا او ځينو نورو چارواکو ګډون کړى و.د عامې روغتيا وزير وويل، دا پولي کلينيک په پرمختللو طبي وسايلو لکه سټي سکن، اېم ار اى، ايکو کارديوګرافي، الکترو کاديو ګرافي، رنګه ايکسرې او نورو سمبال شوى دى.هغه زياته کړه، هندوستان ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به نور يو ميليون ډالر هم د دغه تشخيصيه کلينيک د وسايلو د ساتنې لپاره مرسته وکړي.د ډاکټر فيروز په خبره، دا مرکز د سيمې په کچه پرمختللي طبي خدمتونه وړاندې کوي.ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې د دې پولي کلينيک پرانيسته په هېواد کې د ماشوم روغتيا د ښه کېدو په برخه کې يو لوى ګام وباله او د هندوستان له مرستې يې مننه وکړه.هغه زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت په روغتيايي برخه کې پانګونه ته لومړيتوب ورکوي.د يوې شوې سروې له مخې چې شاوخوا څلور کاله وړاندې اعلان شوه، هرکال د هرو زرو مېرمنو له ډلې د زېږون پرمهال ٣٢٧ ښځې مري او په هرو زرو ماشومانو کې چې عمر يې له پنځو کلونو ښکته وي، ٩٧ يې د وقايې وړ ناروغيو په سبب مري.هغه بهر ته د درملنې لپاره د خلکو د تګ ته په اشاره وويل، هيله ده چې ددې مرکز له جوړېدو سره به بهر ته د خلکو د يوې برخې مخنيوى وشي.هغه له روغتيايي کارکوونکو څخه د مننې تر څنګ وويل چې په سختو شرايطو کې کار کوي او د هېواد  له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه وکړه چې د هغوى امنيت ونيسي.په کابل کې د هندوستان سفير په دې مراسمو کې زياته کړه، سره له دې چې دا روغتون يې د هېواد له خوا جوړ شوى، نږدې ٥٠ کاله کېږي چې هندوستان د اندراګاندي ماشوم روغتيا روغتون سره مالي او تخنيکي مرستې کوي.د ده په خبره، هندوستان له افغانستان په په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د روغتيا په برخه کې له دغه روغتون سره دوام ورکوي او زياتوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به افغان ماشومانو ته په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې وغځوي.په کابل کې د داندراګاندي د ماشوم روغتيا ٣٥٠ بستريز روغتون په ١٣٥٠ کال کې د هندوستان په مرسته فعاليت پيل کړى چې د ماشومانو لپاره داخله، جراحي، غوږ- ستوڼى، ارتوپيدي، جراحي، سوځېدنې، جلدي او ځينې نورې کوچنۍ برخې لري.