سرمیاشت له آلمان سره په همکارۍ کې ۸۲ ماشومان د درملنې لپاره دغه هېواد ته بیايي

روغتیا
Typography

childern-off-to-germany

د افغاني سرې میاشتې تولنه د آلمان د سولې له کلي سره په همکارۍ کې ۸۲ ماشومان د درملني لپاره دغه هېواد ته استوي؛هغوی وايي چې دغه ماشومان بېلابېلې ناروغۍ لري او له درمنلې څخه وروسته بېرته هېواد ته راستنېږي.

د سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو رئیس طیب یوسف زي څرګنده کړه: "۸۲ ماشومان چې واجد شرایط پېژندل شوي دي د خپل د کار د پړاونو له تېرېدو څخه وروسته ټاکل شوې ده سبا ته آلمان ته واستول شي او له درمنلې څخه وروسته بېرته افغانستان ته راستنول کېږي".هغه ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته ځي له دغه بهیره خوښي څرګندوي او وايي چې له درملنې وروسته به وکولای شي د ژوندانه عادي چارې په سمه توګه پرمخ بوزي.ناورغ ماشوم فیصل وویل: "ما هټوکې ماتېدل درلودل،پښه مې وتلې وه،دلته مې درملنه ونه شوه او موږ آلمان ته بیايي،کله چې جوړ شوم غواړم درس ولولم".د مروې پلار محمد نسیم زیاته کړه: "زه د مروې پلار یم د هغې ټول مخ سوی دی؛کله تاسې یې چې ګورئ ستونزه یې ډېره ده دلته یې درملنه ونه شوه او اوس آلمان ته ځي له دې چې لور مې روغتیا مومي،ډېر خوښ یم واقعاً د آلمان له دولت څخه مننه کوم".د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي چې تراوسه د جرمني د سولې د بنسټ لخوا د ۳ زره ماشومانو درملنه شوې ده او دا بهیر به له دې وروسته هم دوام ولري.