20
الأحد, تشرين1

د دین عالمانو د ماشومانو د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړلو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ

روغتیا
Typography

polio-vaccination2د اسلامي همکاریو سازمان؛د اسلامي هېوادونو عالمانو او د افغانستان د علماو شورا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) د بشپړ له منځه وړلو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.

له څو هېوادونو او اسلامي سازمانونو نن په کابل کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې؛له دغې ناروغۍ سره یې د جدي مبارزې لپاره ټينګار وکړ او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل ترڅو په افغانستان کې د فتوا یو مرکز جوړ کړي.

د اسلامي هېوادونو د کنفرانس، د اسلامي پراختيایي بانک، د اسلامي فقې د مرکز، د ملګروملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق استازو او د افغانستان یو شمېر علماوو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ واکسین د پروګرام د پلي کېدو او په افغانستان کې د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د علماو شورا غړي سمیع الله ریحان په دې څرګنده کړه: "موږ دې پرېکړې ته ورسېدو چې د ګوزڼ د واکسین پلي کېدل د اسلام په خلاف نه دي،دویم دا چې له دغه بهیر څخه باید په بشپړه توګه ملاتړ وشي او درېیم دا چې کورنۍ هم په پراخه توګه د دغې پروګرام په لاره اچونه کې هڅه وکړي او همدارنګه نړیوال سازمانونه هم باید له افغان حکومت سره په دې لړ کې همکاري وکړي".

د عامې روغتیا وزارت فیروزالدین فیروز په دې اړه وویل: "ستاسو دغه ملاتړ په افغانستان کې د روغیتايي پروګرامونو دعملي کولو لپاره یو ښه ګام دی،په ځانګړې توګه روغتیايي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسۍ د ښه‎والي لپاره او همدارنګه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د له‎منځه وړلو لپاره".

د حکومت اجرایي رئیس د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې له دیني عالمانو غواړي د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو په کار کې د هېواد په کلیو کې تبلیغ وکړي.

اجرایي عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه: "په دغې ناسته کې ستاسو د دوه ورځو له کار څخه ستاینه کوم،اوس چې تاسو بېرته خپلو کلیو ته ستنېږئ،دا ستاسو دنده ده چې له حکومت سره د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین په عملي کولو کې مرسته وکړئ او په دې اړه خلک ډېر وهڅوئ".

په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي تراوسه هم د نړیوالې ټولنې یوه اندېښنه ده، د هېواد د عامې روغتیا وزارت د روغتیا له نړیوال سازمان سره ژمنه کړې چې د ۲۰۱۶ زیږدیزکال ترنیمايي پورې په هېواد کې دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي.