د نوي ژوند هيله

روغتیا
Typography

addictes-treatmentsد افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر نشه يي توکو د روږدو د درملنې،عادي ژوند ته ددوی د بېرته را ګرځولو او په کابل کې پر نشه يي توکو د اخته کسانو  د راغونډيدو د ځايونو د له منځه وړلو په موخه د فينکس کمپ چې پخوا د ناټو ځواکونو هډه وه، بېرته ورغاوه څو روږدې پکې ځای پرځای کړي.

د عامې روغتيا وزارت د کورنيو چارو، نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، اقتصاد او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو په همکارۍ د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه روږدي کسان  د ابن سينا ١٥٠٠ بستريز د سرپناه،  درملنې او د بيا رغونې ملي مرکز ته د را ټولونې کمپاين پيل کړى.

ددغه روغتون رئيس ډاکټر احمديار سلطاني  آزادۍ غږ مجلې ته وويل چې په ټول افغانستان کې  ٣،٥ ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي. نوموړي زياته کړه:“ په نشه يي توکو د روږدو د درملنې لپاره د توانمندۍ د يوه مرکز لپاره جدي اړتيا وه.  فينکس کمپ چې پخوا د ناټو ځواکونو هډه وه، اوس د ١٥٠٠ ناروغانو  د درملنې مرکز او روغتون دى.”

ډاکټر سلطاني ددغه کمپاين له بريالي پيله خوښي وښوده ويې ويل:“ نږدې ٦٠٠ ناروغان مو د کمپاين له پيله تر اوسه دغه مرکز ته را وستي دي. دوى ته د اوسېدلو د ځاى او خوړو تر څنګ  ښه روغتيايي خدمات او تفريحي آسانيتاوې هم برابرې شوي دي.”

د نشه يي توکو دکښت او قاچاق ناوړه پايلې يوه ستره ټولنيزه ستونزه ده چې بايد له افغانستان څخه يې ريښې ووځي.

ډاکټر سلطاني له ټولو  افغانانو  وغوښتل چې د نشه يي توکو په له منځه وړلو او  له دغه ناوړه توکي څخه د ګټې اخيستنې مخنيوى وکړي. هغه وويل: “ خلک بايد په دې برخه کې له اړوندو وزارتونو سره همکاري وکړي.”

ددغه مرکز مرستيال ډاکټر وحيدالله کوشان وويل:“د نشه يي توکو له کارونې پرته ډيرى روږدي نورې ناروغۍ هم لري. ددغه مرکز ناروغان له ٤٥-٩٠ ورځو درملنې او حرفوي زده کړو  وروسته رخصتيږي. د کار او ټولنيزو چارو  وزارت سره په همغږۍ ورته د کار زمينه هم برابريږي.”

يو ناروغ چې څلور کاله کېږي نشه يي توکي کاروي او خپله دنده يې هم له لاسه ورکړې وويل:“ غواړم ژر ښه شم او بېرته خپلې دندې ته ستون شم.”

ددغه روغتون يوه بل ناروغ محمد امين د تيارو او بدبختۍ له دنيا څخه د را وتلو د زمينې برابرلو له کبله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت څخه مننه وکړه ويې ويل:“ ډېر وخت مې نشه يي توکي وکارول، ژوند، روغتيا او هيله مې نه درلوده. اوس احساس کوم چې ښه کيږم.په دې مرکز کې مې ډيرى ناروغان  وليدل چې زما په شان ژوند ته هيله من دي.”