18
الإثنين, آذار

تر راتلونکو ۱۶ ورځو د ګوزڼ د واکسین کمپاین پیلېدل

روغتیا
Typography

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق او د عامې روغتیا وزارت، تر راتلونکو ۱۶پورې به په ټول هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په لاره اچوي.

په دغه کمپاین کې څه باندې ۹ مېلیونه ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ د وږي له اتمې تر لسمې په ټول هېواد کې پيلېږي او له یوې ورځې څخه وروسته هغه سیمې چې له دغه واکسین څخه بې برخې پاتېږي،د بیاځلې لپاره دغه کمپاین په لاره اچول کېږي.
له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق د اړیکو مسؤول سید کمال شاه وویل:«د دغه کمپاین توپیر له تېرو دورو سره دا دی چې دغه کمپاین په ټول هېواد کې په لاره اچول کېږي او د پولیو تر څنګ ویټامینونه هم ماشومانو ته ورکول کېږي.»
خو د پکتیا،پکتیکا،خوست،هرات،نیمروز،ارزګان،لغمان،نورستان،غور، پروان، کاپیسا، بغلان، کندز او غزي په ولایتونو کې امنیتي ننګونې کمې دي.
په دغې برخه کې د واکسین د پوهاوي کار په عملي کولو کې د دین د عالمانو ونډه ډېره مهمه بلل شوې ده.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد وویل:«د حج او او قافو وزارت ټولو جوماتونو ته لارښونه کړې ده ترڅو په دغو ورځو کې چې کمپاین ترسره کېږي،د جمعې ورځې خطبه دې همدې موضوع ته ځانګړې وي.»