23
الجمعة, آب

په خوست ولايت کې د نرسنګ او قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو څخه اته څلويښت نجونې فارغې او ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شوې. دغه شمير نجونې به دخوست د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولسواليو کې پر دندو وګمارل شي ، چې دمعياري خدماتو په وړاندې کولو سره په لرې پرتو سيمو کې د مور او ماشوم مړينه په بې ساري ډول راټيټه شي

روغتیا
Typography

په خوست ولايت کې د نرسنګ او قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو څخه اته څلويښت نجونې فارغې او ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شوې. دغه شمير نجونې به دخوست د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولسواليو کې پر دندو وګمارل شي ، چې دمعياري خدماتو په وړاندې کولو سره په لرې پرتو سيمو کې د مور او ماشوم مړينه په بې ساري ډول راټيټه شي.
د خوست د عامې روغتيا ريس ډاکتر ګل محمد الدين منګل هغه مراسمو ته ، چې د همدې نجونو دفراغت په تړاو رابلل شوي وه وويل، چې په ياد دوه کلن پروګرام کې روزل شوې نجونې د مرکز په شمول د لرې پرتو ولسواليو وي ،چې په دې سره به په لرې پرتو سيمو کې هم د مور او ماشوم د مړيني کچه راټيټه شي.

1
هغه وړاندې زياتوي ،چې ددې نجونو ټول لګښت د ناروي کميټي پر غاړه وه ،چې ۲۴ يې د نرسنګ او پاتې نوري يې د قابله ګۍ له برخې فارغې شوې چې ټولې هغه به يې ددې ولايت په ولسواليو کې په دندو وګمارل شي
ډاکټر منګل په همدې تړاو داسې وويل ،«تر دې مهاله مونږ په خوست کې ۱۷۵ قابله ګانې او ۶۱ نرسانې ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي او اوس هم په دې برخه کې ۱۰۱ زده کونکي د نارويژن او OHPM په مرسته په زده کړو بوختې دي. په ولسواليو کې ددې قابله ګانو او نرسانو په مقرريدو سره به د مور او ماشوم په مړينه کې په بې ساري ډول کمی راشي. »
د خوست ولايت دروغتيا د برخې مسولين وايي ،چې په همدې سره به ددې ولايت د اوسيدونکو هغه ستونزه حل شي ،چې د زيږون په وخت کې به د مور او ماشوم مړينه رامنځ ته کيده.
په همدې مهال د ناروي کميټې د نرسنګ او قابله ګۍ د روزنې د پروګرام مسووله خديجه ساپۍ وايي،چې دوی پلان لري دغه پروګرام د اوږد مهال لپاره وغځوي ،چې لا د وړاندې يې د ګڼو نورو نجونو څخه ازموينه اخيستې ده او ډاډ ورکوي ،چې په دې سره به ددې ولايت داوسيدونکو صحي برخه کې مشکل حل شي
په اړه يې خديجه ساپۍ وړاندې داسې وايې ، «په تير کې هم چې کومې نجونې فارغې شوې ټولې په دندو ګمارل شوي اوس هم هيله شته ،چې تازه فارغو شوو نجونو ته به هم دندې پيداشي او خلکو ته به په خپله برخه کې خدمت وکړي ،چې په دې سره مونږ هغې موخي ته رسيږو ،چې د مور او ماشوم د مړيني د کموالي په برخه کې مو درلوده.»
زاهده ،چې د قابله ګۍ له څانګې فارغه شوې او ددې ولايت ديوې لرې پرتې ولسوالۍ باک اوسيدونکې ده وايې ،چې نوموړې تياره ده ، چې دخپلې ولسوالۍ او يا هم د کومې بلې ولسوالۍ په هره لرې پرته سيمه کې دنده ترسره کړي.
د اغلې زاهدې په خبره ، د قابله ګۍ کورس ته له راتګ څخه يې موخه همدا وه ، چې نورو نجونو او ميرمنو ته خدمت وکړي او اوس هر خطر ته غاړه ږدي او د نورو ميرمو خدمت به کوي.
په اړه يې نوموړې وايي، « زه که دخوست ولايت په هره سيمه کې په دنده وګمارل شم ډاډ درکوم چې خپله راسپارل شوي دنده به په ښه ډول مخته وړم او د مور او ماشوم د مړينې د کچې په برخه کې به کموالی راولم .»
د شميرو له مخې تر دې مهاله په خوست ولايت کې دوه سوه نجونو په يادو برخو کې زده کړې کړې ،چې اوس وخت کې د مرکز په شمول په ولسواليو کې په دندو بوختې دي. بايد يادونه وشي ،چې لسګونه نورې نجونې د قابله ګۍ او نرسنګ برخو کې پر زده کړو بوختې دي، چې ډير ژر به دغه شمير نجونې هم فارغې او دخوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې به په دندو وګمارل شي.