18
الإثنين, آذار

د کندوز ميندو ته ښه خبر

روغتیا
Typography

په کندوز ولايت کې روغتيايي خدمتونه او د خلکو د عامه پوهاوي زياتوالي په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه تر ډېره بريده ښکته کړې ده.

KDZ Hospital

 

په کندوز کې چارواکي وايي سږکال په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ٨٠ سلنه کښته شوې ده. د دوى په خبره په حقيقت کې تر اوسه د کندوز په ولايتي روغتون کې د مور او ماشوم د مړينې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لوري د کندوز په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو جوړېدل، د مواصلاتي لارو او ترانسپورتي خدمتونو د اسانتياو برابرول او د ولسواليو مرکزونو ته د کليوالو لاسرسى د مور او ماشوم د مړينې کچې کمېدو مهم لاملونه دي. پرته له دې ميندوارو ښځو ته د دولت له لوري د ميندوارۍ په اړه معلوماتو ورکولو هم د مور او ماشوم د مړينې په کموالي کې مهم رول لوبولى دى.

د کندوز د ولايتي روغتون مشر ډاکټر نعيم منګل وويل، په کندوز کې د ډاکټرانو او روغتياپالانو د زياتېدو له امله نه يوازې د ميندو مړينه کمه شوې، بلکې په وروستېو کلونو کې د ماشومانو د مړينې کچه هم ښکته شوې ده. د ډاکټر منګل د اټکل له مخې ښايي راتلونکى کال د مور او ماشوم د مړينې کچه صفر ته نژدې شي.

په وروستېو کې د کندوز د ولايتي شورا غړو ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه او په دغه روغتون کې له شته اسانتياوو او خدمتونو يې خوښي وښوده. ولايتي شورا دغه پرمختګونه د کندوز ولايت د عامې روغتيا رياست مهمې لاسته راوړنې بولي.

د کندوز خلک هم د روغتيا په برخه کې شوي پرمختګونه تاييدوي وايي، اوس روغتيايي مرکزونو ته د دوى لاسرسى اسانه شوى دي.