19
السبت, تشرين1

افغانستان د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې د جایزې ګټونکی شو

روغتیا
Typography

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د مدیترانې د ختیځې حوزې د ۲۴ هیوادونو په منځ کې د ۲۰۱۷ میلادي کال لپاره د تنباکو نه کارولو د نړیوالې ورځې د جایزې ګټونکی اعلان شو. 

Tobacco

د روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو چارو معین، فدا محمد پیکان دا خبره د تنباکو نه کارونې نړیوالې ورځې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې وکړه. نوموړي دغه څرګندونې د روغتیا نړیوال سازمان او تنباکو د کنترول قانون د پلي کولو کمیسیون د غړو په شتون کې وکړې. ښاغلي پیکان وايي، چې افغانستان ددخانیاتو د کنترول او کمولو په برخه کې د ترسره کړو هڅو له امله ددغې جایزې ګټونکی اعلان شوی دی.

دده په وینا، ددخانیاتو او تنباکو د کنترول قانون د پلي کولو کمیسیون تشکیل او فعالیت، د سګرټو په تعرفو کې سل سلنه لوړوالی (له ۱۰ افغانۍ څخه تر ۲۰ افغانیو پورې)، له تنباکو دود څخه ددولتي او نادولتي دفترونو د آزادولو طرزالعمل پراختیا، له قیلون او سګرټو دود څخه د رستورانتونو د آزادولو طرزالعمل پراختیا، په عامه ځایونو کې له تنباکو محصولاتو څخه د نه ګټې اخېستو علامو پراختیا، په رسنیو کې د تنباکو پر محصولاتو بندیز لګول، د تنباکو بسته بندیو کې د نصب لپاره د تنباکو د زیانونو په اړه د تحریري او انځوریزو پیغامونو پراختیا او همداراز د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د قیلون ټولونې کمپاینونو په لاره اچول هغه فعالیتونه دي چې د عامې روغتیا وزارت د تیر یوه نیم کال په اوږدو کې ترسره کړي دي. 

د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ریچارد پیپر کورن چې په دغه مراسمو کې ګډون کړی وو، د دخانیاتو د کنترول قانون د پلي کېدو په برخه کې له افغان دولت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د دخانیاتو د کنترول لپاره ډیر کار ته اړتیا ده.

په افغانستان کې ځانګړې شمېرې شتون نلري، خو په ۲۰۱۰ کال کې ترسره شوې سروې ښيي، چې څه باندې ۳۵ سلنه  لویان تنباکو کاروي، ۱۶ سلنه تنکي ځوانان چې عمرونه یې د ۱۳ – ۱۵ کلونو تر منځ دي، لږ تر لږه یو ځل تنباکو کارولي دي، نږدې ۴۰ سلنه هغه خلک چې د کورنۍ غړي یې سګرټ څکوي، د هغه له دوی څخه اغیزمن کېږي.