18
الإثنين, آذار

په خوست کې د ایډز او زیړي د درملنې مرکز پرانېستل شو

روغتیا
Typography

ايډز يوه ډیره خطرناکه او وژونکې ناروغي ده. د دې ترڅنګ سپين زيړی او تور زيړی هم هغه ناروغۍ دي، چې ډیری خلک پرې اخته دي. ډیری وختونه دغه ناروغۍ په کليو او بانډو کې د ډيرو خلکو د مړينې لامل کېږي. 

Khost Inauguration ceremany 3

څه موده وړاندې په خوست کې د ايډز د شتون په اړه روغتيايي چارواکو څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو، چې په دغه ولايت کې د ايډز ګڼ شمېر مثبتې پیښې ثبت شوي دي. 

په وروستیو کې په خوست ولايت کې د دغو ناروغيو د تشخيص او درملنې لپاره د شاوخوا ۵۳ میليونه افغانيو په ارزښت د ايډز، سپين، زیړ او تور زيړي د درملنې مرکز پرانېستل شو. 

د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، په دغه روغتیایي مرکز کې به نه يواځې د يادو شويو ناروغيو درملنه کیږي، بلکې خلکو ته به د همدې ناروغيو په اړه وړيا مشورې هم ورکول کیږي ترڅو په ټولنه کې د دغو ناروغيو په اړه عامه پوهاوی زیات شي. 

د خوست ولايت د عامې روغتيا ريس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي، په دغه ولايت کې د ايډز، زیړ، سپین او تور زيړي  سلګونه ناروغان شتون لري. نوموړي زیاتوي، چې د دغه مرکز د جوړېدو څخه موخه په کور د ننه په یادو ناروغيو د اخته کسانو درملنه او هغوی ته د اړینو سپارښتنو ورکول دي. 

نوموړي وويل: "په دغه مرکز کې به د ناروغانو درملنه په وړيا ډول کېږي، دغه مرکز د عامې روغتيا وزارت د ګلوبل فنډ د شاوخوا ۵۳ میليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. موږ هڅه کوو، چې په خوست کې د ايډز او همداراز د سپين، تور او زیړ زيړي ته ورته د ناروغيو مخه ونيسو. دلته به د ناروغانو د درملنې ترڅنګ هغوی ته اړینې مشورې ورکول کېږي." 

د خوست والي حکم خان حبيبي د دغه مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د خبرو پرمهال د عامې روغتيا رياست له چارواکو وغوښتل، چې دوی دې د ايډز او نورو ناروغيو د مخنيوي په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. 

د ښاغلي حبیبي په خبره، هغه کسان، چې له دې ډول ناروغيو څخه کړيږي بايد دغه روغتیایي مرکز ته د درملنې لپاره ور وپيژندل شي. 

نوموړي وويل: "دغه روغتیایي مرکز ته خورا ډيره اړتيا وه. د دې مرکز په پرانيستل کېدو سره به هم د ايډز او همدارنګه د تور او سپين زيړي د ناروغانو تشخيص او درملنه ترسره کیږي." 

د یاد روغتیایي مرکز د پرانيستې د مراسمو يوه ګډونوال، حاجي شریف وویل: "زموږ ويره دا وه چې هسې نه په خوست کې د ايډز،سپين او تور زيړي ګراف دومره لوړ شي، چې بيا يې روغتيايي چارواکي په مخنيوي کې پاتې راشي." 

روغتیا يوه هغه مسله ده، چې افغان دولت ورته د نړيوالې ټولنې او بېلابېلو ادارو په مرسته ډير پام کړی او په دې برخه کې ډيره پانګونه هم شوې ده.