17
الإثنين, حزيران

کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په فعالیت پیل وکړ

روغتیا
Typography

په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بیا په فعالیت پیل وکړ. د دغه روغتون مسوولین وایي، چې په اونۍ کې به ۵ ورځې فعالیت کوي، خو د شپې لخوا د ناروغانو لپاره بستر نه لري، له همدې امله ناروغان به ترې سیمه ییز روغتون ته لېږدوي.

MSF Hospital Reopened

دوی وایي، چې له مرکزي حکومت سره یې خبرې پيل کړي، چې له مخې به یې د پخوا په څير معیاري روغتون جوړ کړي.

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي بیا د ډاډمن امنیت ژمنه کوي او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د یاد روغتون له مشرانو سره به خبرې وکړي ترڅو خپل فعالیتونه د پخوا په شان پراخ کړي.

د طالبانو لخوا د کندوز ولایت د نیول کېدو پرمهال دغه ولایت ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوښتل، چې له امله یې د بې پولې ډاکټرانو روغتون هم د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې په بشپړ ډول له منځه لاړ.

په دغه پیښه کې شاوخوا ۵۰ ناروغانو او ډاکترانو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو دغه روغتون له دوه کلن ځنډ وروسته نن بیا خپل فعالیتونه پیل کړل.

د روغتون مشر، ډاکټر عزت الله وايي په اونۍ کې به پنځه ورځې فعالیت کوي او د شپې لخوا هم ناروغان نشي ساتلی.

په ورته وخت کې کندوزیان دا یو بې ساری ګام بولي او له سیمه ییز او مرکزي حکومت څخه غواړي، چې د روغتون د بهرنیو کارکوونکو امنیت ونیسي.

خو د روغتون مشر وایي، که مرکزي او ځايي چارواکي ورته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړي، شونې ده چې د پخوا په پرتله به بیا خپل فعالیتونه پيل کړي.

د روغتون یو بهرنی ډاکټر وایي، د مرکزي حکومت سره یې خبرې روانې دي، چې د کوم معیار له مخې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د ولایت مقام مرستیال، حشمت الله عرض بیګي بیا د یاد روغتون مسوولینو ته د هر ډول امنیت ډاډ ورکوي.

دوه کاله وړاندې د کندوز د سقوط  پرمهال دغه روغتون په بشپړ ډول ویجاړ شو. هغه وخت یاد روغتون د ټول شمال ختیځ زون د ناروغانو د درملنې ظرفیت درلود، خو دا مهال یواځې د محدودو کسانو لپاره جوړ شوی دی.