د حشرو چيچل

روغتیا
Typography

Mosquitoeد حشرو چيچل د دوبې په موسم کې يعنى د مې مياشتى څخه د اکتوبر تر مياشتى (د ثور د نيمايي څخه د ميزان د مياشتې تر لومړيو) پورې يوه ستره روغتيايي ستونزه ده. ځينې حشرې لکه مياشي، دلشمانيا يا کال دانى مياشي او کنکې په ځانګړې توګه په افغانستان کې ځوروونکى دى. ددې حشرو چيچل چې د خارښت او حساسيت سبب کېږي، د ناروغيو د لېږد او خپرېدو له امله هم خطرناکه دي.

مياشي (غوماشى)
مياشي د ملاريا ناروغۍ چې کېداى شي وژونکي هم وي،لېږدوي. د افغانستان په غرنيو سيمو کې دا مياشي د جون او سپتامبر د مياشتو په نيمايي کې او د هېواد په سهيلي سيمو کې د مې او نوامبر د مياشتو تر منځ فعاله وي. د هغوى د ودې ځاى په ښاري سيمو کې تش ډبلى او سطلونه،د ناولو اوبو بند شوى ويالې، د اوبو ډنډونه، د شولو پټي او غرنۍ ولاړې اوبه دي.
دا مياشې د ورځې په هره شېبه کې کولاى شي انسان وچېچي، خو ډېرى وختونه دا کار د لمر ختو او لمر لوېدو پر مهال ترسره کوي. د مياشي د چيچلو د مخنيوي لارې د مياشو د جال (پشه خونو) لاندې خوب کول،د امکان تر حده د بدن پټول، خولۍ او جرابې اغوستل، د مياشو د پيدا کېدو ځاى ته د تللو څخه ډه ډه کول، د ډنډونو وچول ،د حشرو ضد درملو کارول او د تېز بويه عطرونو نه کارول دي.Sand fly

د لشمانيا مياشي
د لشمانيا مياشي په لوړو سيمو کې د جون او سپتامبر د مياشتو ت

 

ر منځ او په سهېل کې د مې او اکتوبر د مياشتو تر منځ راڅرګندېږي. د لشمانيا مياشي د خوسا شويو توکو څخه تغذيه کوي او د غاښ لرونکو ژويو په ځالو کې موندل کېږي. د لشمانيا ښځينه مياشي د لمر ختو او لمر لوېدو پر مهال چيچل کوي او هغه مهال فعال وي چې باد نه چليږى. هغوى د لشمانيا په نوم ناروغۍ لېږدوي. د ټپ

Lice

څرنګوالى د چيچل شوي پوستکي په ځاى پورى محدوده وى.  چيچل شوى ځاى کېداى شي ناوړه ټپونه پرځاى پرېږدي. د بدن په داخلي غړو کې، پرازېټونه پر ځګر، توري او د هډوکي پر ماغزو بريد کړى او د سختي ناروغۍ سبب کېږي چې د نه درملنې په صورت کې د مړينې سبب کيدلاى شى. د لشمانيا مياشي واړه دي او ليدل يې ګران او ستونزمن وي. د کور په د ننه کې د مخنيوي لارې چارې د مياشو د جالۍ څخه ګټه اخستل او د دغه مياشي د الوتو د واټن څخه لوړ يعنى پورته  پوړ ته تلل دي. د افغانستان د ختيځو سيمو د تر ټولو لوړو پرتو برخو څخه پرته، نور ټول هېواد ددې مياشي تر اغيزې لاندې راتلاى شى.

سپږه او کنه
دغه دواړه حشرې د حصبه(ټيفوس) په نوم ناروغۍ لېږدوي. سپږه د دسامبر د مياشتې څخه د اپريل تر مياشت پورې او کنه د اپريل د مياشتې څخه د اکتوبر تر مياشتى پورې فعاله وي. د کنى څخه راولاړ شوى د حصبې ناروغۍ په سيمه ايزه ناورين ځپلو (د لږ اهميت وړ) سيمو کې رامنځته کېږي.يو ځل بيا، د مخنيوي کړنې په پراخه توګه د بدن پټول او هغو سيمو ته د تللو څخه ډه ډه کول دي چې پکښې لوړ واښه موجود وي.
د سپږى څخه را ولاړ شوى د حصبى ناروغۍ د هېواد په مرکزي او ختيځو سيمو کې رامنځته کېږي. سپږه د انسان په جامو کې ژوند کوي او په هغو سيمو لکه د کډوالو په پنډغالو کې موندل کېږي. د دغې ناروغۍ نښې نښانې لکه کلک سرخوږى، تبه او د پوستکي په سر دانې دي. د دغې ناروغۍ شدت د حصبۍ ناروغۍ په ډول پورې تړاو نيسي. دا ناروغۍ کولاى شي وژونکي واوسي،خو که چيرې په پيل کې د ميکروب ضد درمل (انټي بيوټيکونه) ناروغ ته ورکړل شي، ښه درملنه يې کيدلاى شي.