اميدواري

روغتیا
Typography

افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړينې دوهم لوى هېواد دى چې د ماشوم د زيږېدو پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي. په هرو دېرشو دقيقو کې د اميدوارو او ماشوم زېږېدو د پېښو له امله، يوه مېرمن خپل ژوند د لاسه ورکوي. په هرو ١٠٠٠ ماشومانو کې څه ناڅه د هغوى ٦٠ تنو د زېږيدو په مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د اميدوارۍ پر مهال ميرمنې بايد د څه څخه ډه ډه وکړي؟
اميدوارۍ يو نورماله حالت دى نه يوه ناروغۍ. يوه اميدواره مېرمن کولاى شي خپل ژوند ته لکه څرنګه چې هغې د اميدوارۍ څخه وړاندې ترسره کاوو دوام ورکړي. يواځې نشه يي توکي او نور زهرجن توکي د مور لپاره ښه ندي او د جنين لپاره خطرناکه دي. همدا شان، ځينې درمل هم کولاى شي د زېږېدو وړاندې ماشومان ته خطرناکه وي. که چيرې تاسو اميدواره ياست او درملو ته اړتيا لرئ د امکان تر حده پورې د يوه ډاکټر څخه مشوره تر لاسه کړئ.

اميدواره ميرمنې څرنګه کولاى شي خپل ځان د ماشوم زيږېدو لپاره چمتو کړي؟
که چيرې تاسو په کور کې زوکړه کوي، خونه پاکه کړئ. د يوه پاک ټوکر، د تعقيم شوي چاقو او يا قيچي څخه چې په اوبو کې اېښول شوي وي، ګټه واخلئ. د لومړي زوکړې وړاندې، ښه به وي څو د هغو مېرمنو سره چې پخوايې دا کار تجربه کړې وي خبرې وکړئ.

آيا په کور کې زوکړه خوندي ده؟
که چيرې چاپېريال او وسايل پاک وي او يوه دايه موجوده وي څو وکولاى شي مرسته وکړي او هيڅ ډول ستونزه رامنځته نشي، په کور کې زوکړه خوندي ده. خو که چيرې امکان ولري، دا به تل خوندي وي څو په بېړنيو پيښو کې د ماشوم زېږېدنه په يوه روغتون کې ترسره شي. ډاکټران کولاى شي د رحم د پرې کېدو جراحي او يا د اړتيا په صورت کې د وينې لېږدول ترسره کړي.

آيا فرق کوي چې د کال په کوم وخت کې ماشومان بايد تولد شي؟
کارپوهان وړاندېز کوي چې اميدوارۍ د وخت په اساس پلان کړئ څو د ماشوم زوکړه د ژمي په سړو مياشتو کې رامنځته نشي. ژمى د زيات شمېر مېرمنو لپاره چې زوکړه کوي او د خونې د تودولو لپاره د سوند په توکو، بشپړ خوړو او روغتيايي کلينيکونو باندې لاسبرى نلري، د روغتيايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

کوم کار دايه ترسره کوي چې نور کسان هغه نشي ترسره کولى؟
دايه ګانو زده کړه ترلاسه کړې څو د ماشوم د زېږيدو وړاندې خپله پاملرنه ميندو ته اړولې، نو د ماشوم د زوکړې پر مهال يې شتون درلودلى او د ماشوم تر زيږېدو وروسته مور او نوي زيږدلي ماشوم ته خپله پاملرنه واړوي. همدا شان دايه ګانو زده کړه ترلاسه کړې څو د راز راز ستونزو څخه چې د زوکړې پر مهال رامنځته کېږي، څارنه وکړي.

د اميدوارۍ پر مهال اميدواره ميرمنې بايد د ځان څخه څه ډول څارنه وکړي.
که چيرې مور کبان، تازه سابه، ميوه او روغتيايي خواړه وخوري، دا د دواړو مور او د هغې د ماشوم لپاره ښه کار دى.