ژمنۍ روغتياپالنه: والګى او انفلوانزا

روغتیا
Typography

Common cold and influenza

والګى او انفلوانزا د ناروغيو  يو تر ټولو معمولي ډول  دي چې انسانان ورباندي اخته کېږي.دغه دواړه ناروغۍ د ويروسونو له امله رامنځته کېږي.

.

والګى په ډېره لږه کچه د يوه کس د روغتيا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي،خو انفلوانزا کولاى شي د يو روغ کس لپاره هان په لومړي پړاو کې جدى وګڼل شي. دغه ناروغۍ د هغو لپاره په تيره بيا چې ډېر کمزورى وي، هان کولاى شي وژونکي وي.

د والګي او انفلوانزا نښې نښانې څه دي؟
د والګي تر ټولو سترې نښې نښانې د پوزې بهېدل او يا بندېدل، وچه او لنډه ټوخله ده. ناروغه کسان ښايي د ستونې د خوږو او د تبى څخه هم وځورېږي. والګى د دوو څخه تر ١٤ ورځو پورې دوام موندلاى شي. هغوى چې په انفلوانزا اخته وي پوزې يې بندې وي. په انفلوانزا اخته کسان ښايي د وچې ټوخلې او لوړې تبې څخه سر وټکوي. د وجود خوږ، کانګې، د سترګو سوى او د اشتهاه د لاسه ورکول په دې ناروغۍ کې معمول دي. همدا شان ناروغه کس ښايي د وجود د ريږديدلو څخه وکړېږي. په عادي ډول انفلوانزا د والګي په پرتله ډېر دوام موندلاى شي.

څرنګه کولاى شم چې روغتيا ترلاسه کړم؟
درمل نشي کولاى په سمه توګه د والګي درملنه وکړي. په دې ناروغۍ اخته کس بايد په ډېره کچه مايعات وچښي او استراحت وکړي. د خوږو ضد درمل لکه اسپرين او يا پاراستامول کولاى شي د خوږو او تبې په راټېټولو کې مرسته وکړي. د پاړسوب (پوزى د بنديدو) ضد درمل کولاى شي د هغه نښې نښانې ته لږوالى ورکړى، خو د جوړېدو موده نشي لنډولاى.
په کور کې استراحت کول د انفلوانزا د درملنې تر ټولو ښه لار ده. د يادونې وړ ده چې د خوږو ضد درمل کولاى شي تبه او خوږ آرام کړي. د هغو کسانو لپاره چې د اى (A)ډوله انفلوانزا څخه رنځ وړي، د ويروس ضد درمل ورکول کيدلاى شي.
تر هغه ځايه چې دواړه دا ناروغۍ د ويروسونو له امله دي نه، د باکټرياو
له امله، له همدې کبله د انټي بيوټيکونو ( دويروس ضد درمل) ورکول، نشي کولاى مرسته وکړي او نبايد هم ناروغ ته ورکړل شي.

آيا داسي لاره شته  چې زما سره د والګي او يا انفلوانزا په مخنيوي کې مرسته وکړي؟
په هغه ترڅ کې چې په والګي اخته ياست، د مخنيوي تر ټولو ښه لار، د دې وېروس څخه ځان ساتل دى. دا ويروس په ډېر عادي توګه لېږدول کېږي،په تيره بيا که چيرې اخته کس وپرنجېږي او يا ټوخى وکړي. بيا دغه کس ويروس په هغو توکو چې نوموړى ورباندي لاس وهي پر ځاى پرېږدي. وروسته که چيرې نور کسان دغو توکو ته لاس ور وړى په دې توګه وېروس يې اخستى او هغه کار چې هغوي يې ترسره کوي دا دى چې هغه خپلې سترګې او يا پوزې ته لاس ور وړى، ترڅو ځان ورباندي اخته کړي.په ورځ کې څو ځلې لاسونه پرېمنځئ او د امکان په صورت کې په وېروس ککړ ځايونه د ويروس وژونکي ضد توکو باندې پاک کړئ. په والګي اخته کس سره د خپلو سترګو او يا پوزې د اړيکو د پيدا کېدو څخه مخنيوي وکړئ.د والګي واکسين د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ډېر ګټور دى. هغوى چې واکسين شوي او لاهم په والګي اخته کېږي، پر هغوى دا ناروغۍ په ډېره عادي توګه پاى ته رسېږي. د والګي واکسين په کال کې يوځل له سره طرحه او ډيزاين کېږي، ترڅو د والګى د نويو ډولونو په وړاندى اغيزمن وي. که چيرې نشئ کولاى واکسين ترلاسه کړئ، د ماسک اغوستل کولاى شي مرسته وکړي. خپل ماسک د نورو سره مه شريکوي. او د دې هڅه مه کوئ چې د هغه په مېنځلو سره د اوږدې مودې لپاره د هغه څخه ګته واخلئ. هڅه وکړئ څو  صحى خواړه وخورئ، منظم ورزش وکړئ او د ژمي په مياشتو کې په ډېره کچه تودې اوبه وچښئ.