ناوړه چاپېريال ساتنه کولاى شي د ټيفوس (حصبې) سبب شي

روغتیا
Typography

په تېرو ګڼو کې موږ د هغو ناروغيو په هکله چې د حشراتو د چېچلو له امله رامنځته کېږي معلومات وړاندې کړل.آزادۍ غږ  په دې ګڼه کې دټيفوس(حصبې) ناروغۍ ته يوه کتنه کړيده.
Bad hygiene can cause typhus

ټيفوس (حصبه) څه ته وايي؟

ټيفوس (حصبه) تر ډېره بريده يوه وژونکي ناروغۍ ده چې د شپږې له لارې لېږدول کېږي. دا ناروغۍ په تېره بيا په ګڼ مېشته سيمو کې چې ناوړه چاپېريال ساتنه لري او پکښې روغتيايي اصول په پام کې نه نيول کېږي، معمول ده.د حصبې خپرېدل ډېرى د کډوالو په پنډغالو کې د جګړو او طبيعي ناورينونو وروسته صورت مومي.

ټيفوس څه ډول خپرېږي؟

شپږې د انسان څخه په تغديه کولو کې هغه باکتريا چې د ټيفوس لامل کېږي لېږدولې او د پوستکي دخارښ لامل کېږي. د پوستکي د نوموړو برخو په ګرولو سره د ټيفوس ميکروب د وجود ټولو برخو ته خپور او نوموړى کس ورباندي اخته کېږي.

د ټيفوس نښې نښانې څه دي؟

د دې ناروغۍ نښې نښانې لکه کلک سر خوږى، دوامداره لوړه تبه، ټوخى، بخار، د غړو کلک خوږ، لرزه، د وينې د فشار ټېټيدل، د روښنايي په وړاندې حساسيت، بې سدۍ او سرسام توب دى. د ټټر يا سينې په برخه کې بخارونه د تبې تر رامنځته کېدو پنځه ورځې وروسته پيل کېږي چې بيا وروسته سر او د بدن نورو برخو ته پراختيا مومي. تبه ښايي د سانتي ګراد په کچه ٣٩ درجو ته ورسېږي.

که چيرې پوه شم چې په ټيفوس باندې اخته شوى يم بايد څه وکړم؟

تاسو بايد ژر تر ژره د روغتيايي مرستې په لټه کې شئ. د انټي بيوټيکو په خوړلو سره کولاى شو د ټيفوس درملنه  وکړو. د نه درمنلې په ترڅ کې په ټيفوس اخته د ١٠ څخه تر ٦٠ سلنې کسان کېداى شي خپل ژوند د لاسه ورکړي.

څرنګه کولاى شم په ټيفوس باندې د اخته کېدو څخه مخنيوى وکړم؟

په ټيفوس باندي داخته کېدو د مخنيوي په خاطر، بايد تل د استوګنې ځاى، کور او دفتر پاک وساتل شي او چاپېريال ساتنه په پام کې ونيول شي ترڅو  هلته شپږې او ميکروبونه وده ونه مومي.
د سپږې څخه د ژغورلو لارې په تيره بيا د  يوه عفونت د موندلو پر مهال، د ځان مېنځل، د ککړ شويو جامو مينځل د اېښول شويو اوبو په واسطه اويا  تر څه نا څه پنځو ورځو پورې د ميکروبى جامو څخه مخنيوى (سپږې د وينې د خوړلو پرته مري) او د حشره وژونکو درملو کارول دي.
د ټيفوس څخه همدا شان کولاى شو د واکسين په مټ مخنيوى وکړو- تاسو کولاى شئ  په دې هکله په افغانستان کې د شته امکاناتو په اړه د يوه ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ.

دا ناروغۍ د افغانستان په کومو برخو کې ډېره خپره ده؟

لکه څرنګه چې مخکي وويل شول، ټيفوس په تېره بيا د کډوالو په پنډغالو او هغو سيمو کې چې ناوړه روغتيا پالنه لري، خپره ده.