د عمر اوږدېدل

روغتیا
Typography

 د روغتيايي خدمتونو د مرکزونو ډېرېدل د افغانانو د عمر د منځنۍ کچې د زياتېدو سبب شوى دى. د عمر د دغه ډيرېدو نور لاملونه، ښوونه او روزنه او د ژوندانه ښه شرايط دي.

ويل کېږي چې د جګړې په بهېر کې، ژوند کولو ته هيله لږه کېږي. جګړه په خپله د يو شمېر خلکو ژوند ورڅخه اخلي او د هغوى لپاره د ژوندانه شرايط ناوړه کوي. د جګړې په بهير کې يو زيات شمېر کسان ناروغان شوي او له منځه ځي. خو په افغانستان کې مهم شاخصونه شتون لري چې پدې اړه د افغانانو د عمر د منځنۍ کچې زياتوالى او د هغوى د ژوندانه د کچې ښه والى په ډاګه کوي.

ګرانه ده څو د هېواد د ټولو برخو څخه د ځينو مسايلو لکه د افغانستان د وګړو د شمېر په اړه کره معلومات ترلاسه کړو چې په دې اړه احصايې په يقيني اټکلونو باندې ولاړې دي. د معلوماتو راټولول يو د ډېرى هغو شيانو څخه دي چې په وروستۍ لسېزه کې په افغانستان کې ښه والى موندلى دى. له دې لارې افغانان تر ډېره د خپلو خلکو په اړه زده کوي. په افغانستان کې د مړينې د شمېر وړاندي کول په احصائيه کې يو د نوي بهېر څخه ګڼل کېږي.

د پژواک خبري آژانس په حواله، د ليندۍ د مياشتي په لومړيو کې د افغانستان د عامې روغتيا ملي انستيتوت د هند د روغتيايي څېړنو د انستيتوټ ( آى سى اف مايکرو) په تخنيکي مرسته، د نړۍ روغتيايي سازمان او د امريکې د متحده ايالاتو او د ملګرو ملتونو د سازمان په مالي مرسته، په دې اړه چې افغانان څومره عمر کولاى شي، د يوې ارزونې پايلې وړاندي کړې دي.

د نوموړي آژانس د رپوټ له مخې، پدې ارزونه کې د دريو اطلاعاتي سرچېنو څخه ګټه اخستل شوې ده. د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د دغې ارزونې د ترسره کولو په ترڅ کې د کورنيو د غړو د مړينې شمېر يو تن و. پدې ارزونه کې د مېرمنو له خوا د رپوټونو خپرېدل چې د خپلو خوېندو او ورونو د مړينې په اړه او همدا شان د هغه کورنۍ چې ارزونه پکښې ترسره شوه د تر ټولو عمر لرونکي غړى په پام کې نيول شوى دى. پايلې حيرانونکې وې. اوس مهال په افغانستان کې د عمر منځنۍ کچه ٦٠ کلونو ته رسېږي، که څه هم پدغه ارزونه کې احتياطي وړاندوينې هم خورا زياتې په پام کې نيول شوې وې. راغونډ شوي معلومات د يوې ارزونې په ترڅ کې د يوې بيلګې په ډول

د ٢٢٥ زرو زياتو افغان کورنيو څخه ترلاسه شوي دي. د خطرونو شتون د افغانستان د عامې ورغتيا ملي انستيتوټ ته د دې موکه برابره نه کړه څو د هر کور وره ته ورشي او هغه سيمې ترخپلو ارزونې لاندي راولي. پدې مانا چې ياده شوى ارزونه د افغانستان په خوندي سيمو کې د عمر منځنۍ کچه څرګندوي. په هغه وروستي اټکل کې چې د عمر د منځنۍ کچې د څرګندولو په اړه په ١٣٨٨ کال کې د نړۍ د روغتيايي سازمان په مرسته خپور شوى، ويل شوي دي چې د افغانانو د عمر منځنۍ کچه د ٤٧ کاله څخه تر ٥٠ کاله پورې ده. خو دغه ټول اټکلونه او شميرې څه په ډاګه کوي؟ که چيرې ځينې خلک د يو بل سره بحث وکړي چې دا شمېره به څرنګه کره وي، هغوى کولاى شي تر ډېره برېده په ځېنو رښتينوليو او دلايلو باور وکړي. کولاى شو يو ستر دليل وړاندي کړو چې پدې لار کې روغتيايي پاملرنې زياتوالى موندلى دى.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ملي انستيتوټ مشر بشير نورمل د دغې ارزونې د پايلې د خپرېدو پر مهال خبريالانو ته وويل:" د عامې روغتيا په برخه کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي. همدا وجه ده چې د ډېرو مثبتونو بدلونونو څخه يادونه کوو."

د افغانستان د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل د ګارډين د ورځپانې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي دي:"موږ تر اوسه ډېر څه ترمخ لرو چې بايد يې ترسره کړو. د بيلګې په شان، د زوکړې پرمهال او د اميدوارى د نورو ستونزو له امله د مېندو مړينه لاهم عامه ده او ويل کېږي چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مېرمن له همدې امله خپل ژوند د لاسه ورکوي."

د عمر د زياتوالي يو لامل دا دى چې دغه مېندې د تېرو لسو کلونو په پرتله د ژوندي پاتې کېدو لپاره غوره آسانتياوې په واک کې لري. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډېرى خلکو په تېره بيا د مېرمنو لپاره ستونزمنه وه څو په لږو روغتيايي خدمتونو لاسرسى ولري.

د ملالۍ په زېږنتون کې ډاکټرې حفيظه امرخيل د ګارډين ورځپانې ته وويل:"اوس مهال موږ د دغه روغتون ټولې ډاکټرانې، روغتياپالې او کارکوونکي د وخت د اړتيا له مخې سمبالو. موږ همدا شان د دايه ګانو (قابله) يو کلينيک لرو او دغه دايه ګانې په ولايتونو کې هم د خدمت کولو جوګه کيدلاى شي." د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په ټول هېواد کې هان د هېواد په لېرې پرتو سيمو کې د دايه ګانو روزنه پيل کړې، هغه څه چې پخوايې شتون نه درلود څو هغوى د ماشوم د زوکړې پر مهال مېرمنو ته لارښوونې او د هغوى سره مرسته وکړي.

ګارډين ليکي، په ١٣٨٩ کال کې د ٢٠٠٠ په شمېر روغتياپالې په خدمت کولو بوخت وې چې دا شمېر په ١٣٨٢ کال کې ٤٠٠ تنو ته رسېده. د ١٣٨٢ کاله څخه تر اوسه د روغتيايي خدمتونو د مرکزونو شمېر د ٤٥٠ څخه ١٨٠٠ مرکزونو ته لوړ شوى دى.

د ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې مشر ډېوېډ سکننر دغې ورځپانې ته وويل:" دغه هڅونکې پايلې ښيې چې په ډېرى ناامنه سيمو کې د ماشومانو د مړينې په مخنيوي کې د ليدو وړ ښه والى رامنځته شوى دى." نور لاملونه شته چې د افغانستان د عامې روغتيا د وزيرې مېرمن دليل دا خبره په ډاګه کوي چې د پرمختګ او ودې لپاره لاهم ډېر کارونه تر مخ پاتې دي. د دغه انستيتوټ لاسته راوړنې په ډاګه کوي چې کليوالي سيمې لاهم د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د ښاري سيمو په پرتله شاته پاتې دي. کوم خلک چې ښه اقتصاد او لوړې زده کړې لري د هغو خلکو په پرتله چې د دغو امکاناتو څخه بې برخې دي، د ژوندانه د ښيې کچې څخه برخمن دي. څرګنده ده چې دا ښه والى يوازې د روغتيايي خدمتونو له لارې شونى ندى، بلکې راز راز لاملونه لکه په پاکو روغتيايي اوبو لاسرسى، سمې ښوونې او روزنې ته لاسرسى او د خوړو برابرول چې دغو ټولو ښه والى موندلى، هم ورباندي اغيزه لري. که چيرې د خلکو عمر ٥٠، ٦٠ او يا ٧٠ کاله وي، دغه لاملونه د هغوى په خوښ او روغتيايي ژوند کې ګټور بلل کېداى شي.