د شري د مخنيوي وړ ناروغۍ

روغتیا
Typography

measles-vaccinationد شري د ناروغي خپرېدل په افغانستان کې يوه عادي خبره نه ده.‏ د نړۍ د روغتيايې سازمان د رپوټ پر بنست په روان ژمي کې ٢٠ تنه ماشومان د هېواد په لويديځو ولايتونو لکه غور او بادغيس کې د شري د ناروغۍ له امله مړه شويدي.

د شري څخه په آسانه توګه هغه هم د واکسين په مټ مخنيوى کېداى شي. همدا شان له مشرانو څخه غوښتل چې هرو مرو ماشومانو د دې وژونکې ناروغۍ په وړاندي خوندي کړي. د شري د واکسين دوه ډوزه (ټکيې) لارښونه شوېده، ځکه د لومړي ټيکې راهيسى ١٥ سلنه ماشومانو د دې ناروغۍ په وړاندي خونديتوب ندى ترلاسه کړى. د شري واکسين خوندي او اغيزمن دى.

شرى څه ته وايي؟

شرى يوه ساري او سخته ناروغي ده چې د يوه ويروس له خوا رامنځته کيږي.‏ دغه ناروغي چې د واکسين په دوو څاڅکو سره د هغه څخه مخينوى کيدلاى شي، په تنکيو ماشومانو کې د مړينې يو د سترو لاملونو څخه ګڼل کيږي.

د شري له امله زيات شمېر مړيني په دې ناروغۍ پوري اړوند پايلو څخه را ‏منځته کيږي: لکه ړوندوالۍ، د مغزو پاړسوب، سخت نس ناستى، د وجود د اوبو وچيدل، د غوږونو ناروغۍ او ‏يا سختو تنفسي ناروغيو لکه سينه او بغل.‏

شرى څنګه خپريږي؟

د شري ويروس په کوچنيو څاڅکو کې په دې ناروغۍ اخته کس له پوزي او خولي څخه د ‏پرنجيدو او ټوخۍ په وخت کې د باندې وځي.

دا ناروغۍ هغه وخت خپريږي چې نور کسان دا څاڅکي تنفس کړي او يا هغه ځايونه باندې لاس ووهي چې دا څاڅکې ‏هلته خپاره شوي وي.‏

د دې ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟

د شري ناروغۍ لومړنى نښه له ډيرې مودې لپاره لوړه تبه ده، چې دا تبه څلور او يا اووه ورځې دوام مومي.‏ له پوزې څخه د اوبو بهيدل، ټوخيدل، د سترګو سوروالى او اوبلن والى، د ‏غومبورو په منځ کې کوچني سپين بخارونه (ګرمکې) کيدلاى شي چې په لومړي پړاو کې وده وکړي.‏ تر څو ورځو وروسته ګرمکې معمولاً په مخ او د غاړې پر سر څرګنديږي.‏

دا ګرمکې د ٣ ورځو په ترڅ کې پراختيا مومي او په پايله کې لاسونو او پښو ته رسيږي.‏ دغه ګرمکې ٥ يا ٦ ورځې دوام کوي او بيا له منځه ځي.‏ سخت شرى ډير په هغو ماشومانو کې رامنځته کيږي چې لږ او سمو خواړو ته لاسرسى نه لري.‏

ددې ناروغۍ درملنه څنګه کيږي؟

دې ناروغۍ ته داسې خاصه درملنه نشته. له هغه ځايه چې د بدن دفاعى سيستم ددې ناروغې د ويروس سره جګړه کوي،روغتيا پوهان د ددې ناروغۍ له امله د خوږ او تبې د کراريدو په موخه د آرام او د ناروغې د لاملونو د درملنې وړانديز کوي. که چيرې د نورو ناروغيو علايم د يو ماشوم په بدن کې نه وي، نو کيداى شي چې دا ناروغۍ د اووه او لسو ورځو په موده کې لا منځه لاړه شي.

د روغتيا پوهانو په وينا، ددې ناروغې د درملنې په موخه د ميکروب ضد درمل (انټي بيوټيکو) کارول اړين نه بريښى، خو ماشومانو ته هرومرو د ويټامين اِى (A) دوه خوراکه ورکړاي شي.‏ پدې کار سره سترګو ته د زيان رسيدو او ړوندوالي څخه مخنيوى کيدلاى شي.‏ د بريتانيې د ملي روغتيايې خدماتو د رپوټ پر بنسټ،د ويټامين اِى (A) بشپړ خوراک په شري اخته ماشومانو د پنځوس سلنې د مړينې د لږوالى ښکارندوى دى.

ښه خبرونه

ډيره نا شوني ده چې واکسين شوى ماشوم په شري باندي اخته شي. ‏مشران بايد هرومرو خپل ماشومان يو روغتيايي کلينيک ته يوسي او يا هغوي د واکسيناسيون ټيمونه ته چې کور په کور ګرځي،د واکسين لپاره چمتو کړئ.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، نړيوال روغتيايې سازمان او نور روغتيايې ټلوالې څنګ په څنګ په بادغيس او غور ولايتونو کې په لنډمهاله ډول پنځه کلينيکونه د شري د مخنيوى په موخه پرانيستي دي. د ٦٢٠٠٠ څخه زياتو ناروغانو درملنه شوي ده او د ٣٦٠٠ څخه ډيرو ماشومانو ته د شرى ټيکه يا واکسين لګول شويدى. په ټول هېواد کې يو شمير لنډ مهاله کلينيکونه او همدارنګه ګرځنده د واکسيناسيون ډلې د لاسرسۍ وړ دي.